کابل (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د اروزګان او پکتیا ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر «ژاوشینک» سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبو او انرژۍ پروژو، په ځانګړې توګه د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلې کولو برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وکړې.
د سرچینې په حواله، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د اروزګان او پکتیا ولایتونو د خلکو اړینو اړتیاوو ته په اشاره د چین هېواد له سفیره وغوښتل چې په یادو ولایتونو کې د ۱۰ او پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا شبکو په جوړولو کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، د چین سفیر وویل چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې پلې کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
هغه ژمنه وکړه چې چین به خپلې همکارۍ په افغانستان کې د انرژۍ پراختیایي پروژو پلې کولو برخه کې زیاتې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP