Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د بلخ د دهدادي ولسوالۍ برېښناکوټ سیمه کې نن د ۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ سیمه کې نن د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۲۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پر ۵۰۰ جریب ځمکه د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د افغانستان د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د دې پروژې د چارو د پیل په موخه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د زرګونو کورنیو او سلګونو صنعتي او تولیدي شرکتونو د برېښنا ستونزه حل شي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي په هېواد کې له بېلابېلو سرچینو لکه اوبو، ډبرو سکرو، باد او لمر څخه د برېښنا د تولید برخه کې کار واخلي.

د دې پروژې چارې د غضنفر ګروپ په پانګونه او د ذولرستان شرکت په تخنیکي همکارۍ تطبیقېږي.

ورت مهال، د یاد خصوصي شرکت رییس وویل، پر دې پروژه ۲۸ میلیونه امریکايي ډالرو لګښت راځي چې ۵۰۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې او چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه شبکه به د ۴۰ زره کورنیو ترڅنګ د ۱۲۰۰ صنعتي او تولیدي فابریکو د برېښنا اړتیا پوره کړي.

هغه دغه راز وویل، که زمینه ورته برابره شي، په هېواد کې به د لمریزې او اوبیزې برېښنا د تولید برخو کې نوره پانګونه هم وکړي.

دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد بیا سوداګرو او پانګه‌والو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له بهرمېشتو افغان پانګه‌والو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه او په کور دننه پانګونه وکړي.

د یادونې ده، همدا تېره اونۍ په ننګرهار کې هم د لمریزې برېښنا د تولید یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.