ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د يوه کانال جوړولو چارې پيل شوې

په تخار کې د يوه کانال جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
21 Jan 2021 - 12:02
په تخار کې د يوه کانال جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
21 Jan 2021 - 12:02

تالقان (پژواک، ٢ سلواغه ٩٩):د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو د يوه کانال جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د تخار والي مولوي عبدالله قرلق وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

ده وويل: ((تر اوسه د اوبو د کمښت له امله کروندګرو له خپلو ځمکو څخه په کال کې يو ځل حاصل ترلاسه کاوه، خو تر دې وروسته به دوه ځلې حاصلات ترلاسه کوي.))

دغه راز د تخار د کليو پراختيا رييس صبغت الله نظري وويل چې پر دغې پروژې ٣٥٠ زره امريکايي ډالره لګول کيږي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

دى وايي چې د دغه کانال د جوړولو پرمهال به درې زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه کانال به ٤٠٤٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.

همدارنګه يو تن کروندګر عبدالودود پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د اوبو برخې ډېرې ستونزې درلودې.

ده وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره به تر ډېره د دوى د اوبو ستونزه هواره شي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په تخار کې د اتيا ميليونه افغانيو په لګښت دوه نور کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Visits: 99

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.