ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو له زندانه ٢٧ کسان ازاد شول

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو له زندانه ٢٧ کسان ازاد شول

author avatar
21 Jan 2021 - 10:44
دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو له زندانه ٢٧ کسان ازاد شول
author avatar
21 Jan 2021 - 10:44

لښکرګاه (پژواک، ٢ سلواغه ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه ٢٧ کسان ازاد کړي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د سلواغې په دويمه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د ٢٦ ملکي وګړو په ګډون ٢٧ کسان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړاى شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((طالبانو له يادو کسانو سره تاوتريخوالى کړى او د ټولو اصولو خلاف يې ورسره چلند کړى دى.))

سرچينه زياتوي چې د عملياتو پرمهال د زندان يو ساتونکى وژل شوى او يو شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خو د نهرسراج ولسوال فضل باري فياض بيا د يادو عملياتو په اړه بې خبري ښي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.