ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ښوونکو د معاشونو برخه کې د ولسي جرګې د غوښتنې ملاتړ وکړ

ننګرهار کې ښوونکو د معاشونو برخه کې د ولسي جرګې د غوښتنې ملاتړ وکړ

author avatar
21 Jan 2021 - 14:50
ننګرهار کې ښوونکو د معاشونو برخه کې د ولسي جرګې د غوښتنې ملاتړ وکړ
author avatar
21 Jan 2021 - 14:50

جلال اباد (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د افغانستان د ښوونکو د ملاتړ ټولنه وايي، د ولسي جرګې د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې په ملي بوديجه کې يې د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورينو د معاشونو د لوړېدو په تړاو کړې ده.

دوی وايي، ښوونکي او ټيټ رتبه مامورين د دولت د نورو مامورينو په پرتله ډېر کار کوي او زحمت باسي، خو امتيازات يې تر نورو ټيټ دي.

د ښوونکو د ملاتړ دغه اداره وايي، که د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورينو معاشونه لوړ شي نو د فساد کچه هم ورسره ټيټېدلای شي.

د افغانستان د ښوونکو د ټولنيز ملاتړ ټولنې دا څرګندونې د سلواغې په دويمه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې.

دغه کنفرانس ته په ختيځ کې د ښوونکو او خصوصي ښوونځيو اتحاديې او ښوونکي هم بلل شوي وو چې ټولو يې د ښوونکو د تنخواوو په ډېرېدو ټينګار وکړ.

د دغې ټولنې مسول عبداللطيف مل شينواري وويل، د پارلمان د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې پارلمان د ښوونکو او ټيټ رتبه ماموينو د معاشاتو د لوړوالي په برخه کې کړې ده.

دی وايي، ښوونکو سره بايد نورې شوې ژمنې چې هغې کې ښوونکو ته د ځمکې نومرو ورکړه هم ده بايد عملي شي.

هغه زياته کړه: ((د ښوونکو په نامه ښارګوټي جوړ شول خو د زوراکو له لوري غصب شول په ختيځ زون ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې دا سونزه موجود ده د هرې ولسوالۍ په کچه.))

په دغه کنفرانس کې د کونړ ولايت د ښوونکو په استازيتوب عبدالعزيز اشنا وويل، له ښوونکو سره د نومرو ورکړې ژمنه شوې چې تر اوسه د کونړ په کچه هېڅ ښوونکي ته نومره نه ده ورکړل شوې.

دی وايي، د هېواد هر ښوونکی او ټيټ رتبه مامور د معاشاتو د لوړېدو برخه کې د ولسي جرګې د پرېکړې ملاتړ کوي او بايد حکومت دا پرېکړه ومني.

د ننګرهار د ښوونکو په استازيتوب عبدالله وويل، معاشونه په خپل ځای پاتې دي خو نرخونه که د خوراکي توکو دي، غير خوراکي توکو او يا هم پوښاک ټول لوړ شوي چې د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورينو ورځنۍ اړتياوې نه پوره کوي.

په دې خبري کنفرانس کې د دولتي ښوونکو تر څنګ د خصوصي ښوونځيو د ښوونکو يو شمېر ستونزو ته هم اشاره او  د حل غوښتنې يې وشوې.

د ختيځ زون د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مرستيال فقير سيد هاشمي وويل، پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيت لوړونې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه ورته هېڅ کنفرانس نه دی برابر شوی.

ماليې وزارت دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې د دغو غوښتنو هرکلی وکړ خو ټينګار يې دا و چې دا پرېکړه به مالي امکاناتو ته په کتو ترسره شي.

د یاد وزارت په وینا، د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی هغه غوښتنه ده چې د مالي امکاناتو له روښانه او عملي مالي تحلیل پرته یې پوره کول ناشوني دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لارښوونه د اړوندو ادارو ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د معاشونو د لوړوالي امکان پذیري وارزوي او د اړتیا وړ منابعو ته وړاندیزونه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ولسي جرګې له لوري د دویم ځل لپاره رد شوه او د دغې جرګې غړي له دولت څخه غواړي چې په راتلونکي کال بودجه کې دې د ښوونکو، سرتېرو او نورو ټیټ رتبه مامورینو معاشونه لوړ او په طرحه کې دې شامل شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.