ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۴۰۰ کال ملي بودجې درېیمه طرحه راتلونکې اوونې ولسي جرګې ته وړاندې کېږي

21 Jan 2021 - 18:08
21 Jan 2021 - 18:08

کابل (پژواک،۲ سلواغه ۹۹): مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰ کال ملي بودجې پر درېیمه طرحه جدي کار روان دی او ټاکل شوې چې د تصویب په موخه راتلونکې اوونې ولسي جرګې ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د مرغومي په ۱۰مه لومړۍ او د دې میاشتې په ۲۷مه د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه، له ۱۱۰۰ څخه د ډېرو پروژو حذف، په احتیاطي کوډونو کې د بودجې ډېرول او نورو مواردو لکه د دولتي کارکوونکو په نتخواوو کې نه انډول په دلیل رد کړې دي.

د مالیې وزارت مالي او اداري معین عبدالحبیب ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال ملي بودجې پر پلان کار روان دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه وزارت تخنیکي ټېم د هېواد په ولایتونو کې د ټولنې له بېلابېلو برخو سره په سلا مشورو بوخت دی، څو نظریات او لومړیتوبونه په بودجه کې شامل کړي.

د هغه په ​​وینا، د تخنیکي کار په بشپړېدو او د بودجې دغه سند په اړه د کابینې له پرېکړې سره به راتلونکې اوونې درېیمه طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي.

په ورته مهال د مالیې وزارت د ویاند مرستیال فرید نوښت پژواک ته تایید کړه چې د را روانې اوونۍ په لومړیو کې د درېیمې طرحې په بشپړېدو سره به د بودجې سند ولسي جرګې ته وړاندې شي.

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د ۱۴۰۰ کال بودجه د اړتیاوو او افغانستان دولت په واک کې شته امکاناتو ته په کتو جوړېږي.

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه په داسې حال کې تر اوسه د ولسي جرګې له خوا نه ده تصویب شوې چې د اساسي قانون له مخې، ملي شورا باید د مرغومي په ۳۰مه د ژمي په رخصتۍ تللې وای.

خو دې جرګې ویلي څو چې د معلمانو، مامورینو، سرتېرو او اجیرانو په نتخواوو کې یو شانوالی رانه شي، د بودجې سند نه تصویبوي او د ژمي په رخصتۍ نه ځي.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version