ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد علي: پاکستان د ډیورنډ کرښې له دې غاړې ځيني قومي مشران په پټه ور غوښتي

احمد علي: پاکستان د ډیورنډ کرښې له دې غاړې ځيني قومي مشران په پټه ور غوښتي

author avatar
24 Jan 2021 - 15:43
احمد علي: پاکستان د ډیورنډ کرښې له دې غاړې ځيني قومي مشران په پټه ور غوښتي
author avatar
24 Jan 2021 - 15:43

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولایتي شورا رییس وایي چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې له دې غاړې ځيني قومي مشران ور غوښتي او ژمنې یې ورسره کړې دي.
نوموړی دا چاره په افغانستان کې د پاکستان مداخله ګڼي او له حکومته غواړي چې د مخنيوي لپاره يې ګام پورته کړي.
احمد علي حضرت پژواک اژانس ته وويل چې افغان حکومت او ولس بايد د پاکستان د دغو خوځښتونو پر وړاندې غلي پاتې نه شي؛ ځکه په راتلونکي کې به ناوړه پايلې ولري.
هغه زياته کړه: ((زما د کره معلوماتو له مخې، د پاکستان دولت له لوري په پټه غوښتل شوو دغو مشرانو سره د سکالرشيپونو (بورسونه) د پاکستان د دایمي هویت، نغدو پیسو او ځینې نورې ژمنې شوې دي.))
دی وايي، له دې چارې د پاکستان موخه په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ښودل او که کله هم د قبایلي سیمو په تړاو ټولپوښتنه کېږي؛ نو د افغانستان قبایلي سیمو خلک به د پاکستان په تړاو مثبت نظر ورکوي.
هغه زياته کړه، دا چاره په دې حساسو شرایطو کې خورا خطرناکې او له زیانونو ډکې پایلې لرلای شي.
د ولايتي شورا رييس وويل: ((زه د ننګرهار د ولس په استازولۍ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې افغان غاړې ته د پاکستان دغه ډول پټې هڅې د افغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه بولم او له افغان دولته غوښتنه کوم چې د پاکستان د دې شومې موخې مخنیوي لپاره کارنده ګامونه واخلي.))
هغه له حکومته غوښتنه کړې چې کشفي او استخباراتي مسوولینو ته دنده وسپاري څو د پاکستان په بلنه پټ تللي دغه مشران چې د افغانستان دي، تر پوښتنو لاندې ونیسي.
بلخوا د ننګرهار د قبايلو چارو رييس وجه الرحمن شينواری که څه هم دا ردوي چې ګواکې ځيني مشران دې هلته تللي وي او پاکستان دې ورسره ژمنې کړې وي؛ خو وايي، په تېر کې ډېر ځلې مختلفو ولسواليو کې پاکستان قومي مشرانو ته وړانديزونه کړي چې د هغوی له لوري رد شوي دي.
دی وايي، پاکستان د مختلفو سرحدي ولسواليو قومي مشرانو ته د پاکستاني هويت کارټونو د ورکړې، د دوی په سيمه کې د سړکونو، برېښنا او نورو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړل شوی خو قومي مشرانو ورسره نه ده منلې.
پاکستان له افغانستان سره د ډيورنډ په نوم اوږده فرضي کرښه لري چې تر اوسه هېڅ افغان حکومت دغه کرښه په رسميت نه ده منلي خو پاکستان د دغې کرښې پر سر اغزن سيم غځولى دى.

Views: 2553

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.