ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یتیم ماشوم: که جګړه نه وای، پلار مې نه وژل کېده او موږ نه بې سرپرسته کېدو

یتیم ماشوم: که جګړه نه وای، پلار مې نه وژل کېده او موږ نه بې سرپرسته کېدو

author avatar
24 Jan 2021 - 16:23
یتیم ماشوم: که جګړه نه وای، پلار مې نه وژل کېده او موږ نه بې سرپرسته کېدو
author avatar
24 Jan 2021 - 16:23

زرنج (پژواک، ۵ سلواغه٩٩): په نیمروز کې یو ۱۲ کلن ماشوم چې سهار تر ماښامه د سړکونو په کثافاتو کې د با ارزښته توکو په لټه ګرځي تمه لري چې د روښانه راتلونکي لپاره د خپلو همزولو په څېر ښوونځي ته لاړ شي، د سولې هغه فضا چې د مشرانو په کیسو کې یې اورېدلې په خپلو سترګو وګوري او په جګړه کې د وژلو وېره یې چې هره شېبه دی ځوروي د تل لپاره له منځه لاړ شي.
د حمیدالله په نوم دغه ماشوم د نیمروز د مرکز زرنج ښار د بلوارصلح سیمې اوسېدونکی دی چې د اقتصادي ستونزو له امله هر سهار تکه يي بورۍ پر اوږه کوي او د کثافاتو له انباره د اوسپنې، پلاستیک او کاغذ د ټوټو د ټولولو لپاره د ښار په کوڅو کې ګرځي.
د پژواک خبریال له دغه ماشوم سره په داسې حال کې مرکه کړې چې د کثافاتو پر انبار ولاړ و او د هغو شیانو په لټه کې و چې په پلورلو سره یې څو پیسې ترلاسه کړي.
حمیدالله چې په کوچنیو لاسونو یې کثافات ښکته پورته کول د پژواک خبریال ته وویل: «پلار مې په جګړه کې وژل شوی، مور مې ناروغه ده، یو ورور مې د خیاط شاګرد دی او زه د دغو اشغال داینو څخه (وچه ډوډۍ، د پیپسي بوتل، د کاغذ ټوټې او نور شیان) راټولوم او پر کباړیانو یې پلورم.»
ده زیاته کړه چې د ورځې د هغو شیانو له پلور څخه چې د کثافاتو له منځه یې ټولوي، له ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ ترلاسه کوي او هر ماښام پرې وچه ډوډۍ اخلي او کور ته یې ورسره وړي.
حمیدالله چې پلار یې د ملي پولیسو منسوب و او دوه کاله مخکې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، دا مهال له خپلې مور، دوو وروڼو او یوې خور سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
دې ته په کتو چې ماشومان د ژمي په ساړه فصل کې ډېر اغېزمن کېږي او باید ګرمې جامې ولري؛ خو حمیدالله ډېرې نازکې او زړې جامې پر تن درلودې.
هغه چې لاسونه یې د سړې هوا له امله سره اوښتي و، وویل: «له همدغو کثافاتو د کور ګرمولو لپاره هم شیان ټولوم، تکه، پلاستیک، کاغذ او نور شیان کور ته وړم او په بخارۍ کې یې سوځوو.»
دغه ماشوم چې د نورو ماشومانو په څېر یې هیله درلوده څو زده کړې وکړي، ښې جامې او ښه ژوند ولري؛ خو د پلار له وژل کېدو وروسته یې دغه ټولې هیلې ناممکنې شوې او اوس یې یوازینۍ خوشحالي د څو ډوډیو پېرلو لپاره د پیسو ترلاسه کول دي.
حمیدالله که څه هم د خپل ژوند ۱۲ کال تېر کړي، خو د ژوند درد هغه پختګۍ ته رسولی او ځینې وختونه هغه د خپل ژوند د تیاره راتلونکي په اړه فکر کوي او هڅه کوي د روښانه راتلونکي لپاره یوه لار ومومي.
له زده کړو بې برخه دغه ماشوم په داسې حال کې چې د پژواک خبریال سره په خبرو هم لګیا و، په څو ماشومانو پسې چې بکسونه یې پر شا وو او ښوونځي ته راون وو، تر هغه کتل څو ښوونځي ته دننه شول.
حمیدالله د دې په ځواب کې چې لېوال دی د خپلو همزولو په شان ښوونځي ته لاړ شي او درس ووایي، وویل: «ولې نه، پلار مې چې زه ښوونځي کې شامل کړم، ويل يې ته باید یو لایق پیلوټ شې چې په هوا کې پرواز وکړې، پوښتنه مې ورنه وکړه چې پیلوټي څه شی ده، ويې ویل هغه کس چې الوتکه هوا ته پورته کوي.»
هغه زیاته کړه مور یې هم لېواله ده څو دی، د هغه ورور او خور یې درس ووایي؛ خو د ژوند ستونزې یې د دې سبب شوې څو د مور دغه هیله یې پوره نه شي.
د ده په خبره، تر هغه چې پلار یې ژوندی و، ښه ژوند یې درلود، دی او ۱۴ کلن ورور یې کار ته اړ نه وو، زده کړې یې کولې او د ښه راتلونکي لپاره یې هڅه کوله؛ خو د پلار له وژل کېدو وروسته اړ شول چې د ژوند مخته وړلو لپاره ښوونځی پرېږدي.
حمیدالله د خپلې کورنۍ د بدبختۍ یوازینی لامل په جګړه کې د خپل پلار وژل وبلل او وویل: «که جګړه نه وای، پلار مې نه وژل کېده او زه نه بې سرپرسته کېدم.»
د جګړې پر مهال له دغه زېږېدلي ماشومه مو وپوښتل چې د سولې په اړه څه وایي او ولې غواړي په هېواد کې د جګړې پر ځای سوله راشي؟ په ځواب کې یې وویل: «مور مې راته ویلي چې سوله ښه ده؛ نه جګړه چې پلار یې د وواژه، کاش سوله د سر په سترګو ووینم.»
حمیدالله د خپلو خبرو په دوام وویل چې هېڅکه یې له همزولو سره جنګ نه دی کړی او که نور کسان خپلو کې سره جنګ وکړي، دی ځورېږي او هڅه کوي د هغوی مخه ونیسي.
دغه یتیم ماشوم هغه کسانو ته چې جګړه کوي په خطاب وویل، د هغه په شان باید بې پلاره نه شي.
له حمیدالله چې سوله یې یو ارمان دی او تر اوسه یې مزه نه ده څکلې، پوښتنه وشوه چې که سوله راشي، کومه هیله لرې چې ترسره شي؟ هغه وویل: «غواړم نور په دې کثافاتو پسې ونه ګرځم او د نورو ماشومانو په شان، له پاکو لاسونو سره ښوونځي ته لاړ شم.»
سولې ته دغه هیله من ماشوم ته وویل شول چې سولې ته هیله مندي ډېره ده او ټاکل شوې د افغانستان دولت او طالبانو چې کلونه یې له یو او یل سره جګړه درلوده، سوله وکړي؛ ایا له دې کار څخه یې ملاتړ کوې؟ په داسې حال کې چې په څېره کې یې خوښي لیدل کېده، په ماشومانه مسکا یې وویل هو، او دوام یې ورکړ: «سوله دې وکړي، زما او نورو هغو ماشومانو لپاره دې یو ارام ژوند جوړ کړي چې زما په څېر بې پلاره، دربدر او بېچاره دي،.»
د نیمروز دغه ۱۲ کلن ماشوم، ژمنه وکړه،. که د زرنج سیمه ییز مسوولین ده، د ده ورور او خور ته د زده کړو زمینه برابره کړي، حاضر دی ښوونځي ته لاړ شي او له همدې خراب اقتصادي وضعیت سره یې د مور او پلار یوازینۍ هیله پوره کړي.
حمیدالله د زرنج ښار له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل: «د یتیمو ماشومانو لپاره د درس او زده کړو زمینه برابره کړئ؛ څو د زده کړو له نعمته بې برخې نه شي.»
د حمیدالله مور چې په راپور کې یې د نوم له خپرولو او د کامرې مخې ته له راتلو ډډه کوله له پژواک سره په خبرو کې د حمیدالله د ناڅرګند راتلونکي او روغتیا په اړه چې هره ورځ د کثافاتو په راټولو بوخت دی، اندېښنه څرګنده کړه.
هغې په اندېښنه سره وویل چې خاوند یې له هېواده په دفاع کې ووژل شو؛ خو حکومت یې له یتیمانو بې خبره دی او د هغوی ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
هغې د کورنۍ له بد اقتصادي وضعیته یادونه وکړه او وویل: «هغه ورځې چې په لوږه مو تېرې کړې، ان وچه ډوډۍ مو هم نه درلوده څو اولادونو ته مې ورکړې وای، له ډېر مجبوریته مې حمیدالله او رحیم الله کار ته اړ کړل، دا چې ښوونځي ته نه شي تللای ډېره ځورېږم.»
دغه ځورېدلې مور د هغې او ټولو کونډو میندو او یتیمانو د درد یوازینۍ درملنه په افغانستان کې د دوامداره سولې راتلل بولي.د حمیدالله مور په داسې حال کې چې د دغه هېواد ماشومانو راتلونکي ته اندېښمنه ده؛ خو هیله څرګندوي د طالبانو او دولت تر منځ د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي.
هغې د یوې ځورېدلې او دردمنې مور په توګه په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې نور دې د دغه هېواد د زرګونو میندو، خویندو او ماشومانو پر ټپونو ملهم کېږدي.

Visits: 315

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.