فیروزکوه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې روغتیايي متخصصین د مور او ماشوم د روغتیا ساتنې لپاره د زېږونونو ترمنځ د دوو کلونو واټن اړین بولي، په غور ولایت کې یو شمېر ښځې وایي، د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره کارېدونکو درملو له ځینو روغتیايي ستونزو سره مخ کړې دي.
د ډاکټرانو په خبره، د زېږونونو ترمنځ وقفه د کورنۍ د تنظیم او د مور او ماشوم د روغتیا ساتنې له مهمو لارو څخه ده. هغوی وایي، د مېندوارۍ ترمنځ مناسب واټن د مور او نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د روغتیایي ستونزو خطر کموي او د ماشوم د پالنې او ودې لپاره ښه فرصت برابروي.
د دې وقفې د رامنځته کولو لپاره د مېندوارۍ د مخنیوي بېلابېلې لارې چارې کارول کېږي؛ لکه د میندوارۍ ضد ګولۍ، میاشتنۍ یا درېمیاشتنۍ پېچکاري او ځینې نورې طبیعي لارې. خو متخصصین ټینګار کوي چې د هرې لارې انتخاب باید د ډاکټر په مشوره او د فرد د روغتیايي وضعیت له مخې وشي؛ ځکه ځینې لارې ښايي د ټولو ښځو لپاره مناسبې نه وي او جانبي عوارض ولري.
د مېندوارۍ د مخنیوي له امله د رامنځتهکېدونکو روغتیايي ستونزو په اړه د ګلافروز او پروین خبرې
د فیروزکوه ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ۳۵ کلنه ګلافروز وایي چې له یوه کال راهیسې د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره د باردارۍ ضد له ګولیو استفاده کوي او په دې موده کې له ستونزو لکه د وزن زیاتېدو، سرګرځېدو، کمخوبۍ او ذهني فشار سره مخ شوې ده.
هغې وویل: «کله چې مې د مېندوارۍ ضد ګولۍ چې د “خوشي” په نوم یادېږي نه کارولې، روغتیايي او روحي حالت مې ښه و؛ خو له هغه وخته چې دا ګولۍ کاروم، د سر درد لرم، ارام خوب نه لرم، تل اندېښمنه او تر فشار لاندې یم او وزن مې هم زیات شوی دی.»
هغې اوس پرېکړه کړې چې نورې دا ګولۍ ونه کاروي.
یوازې ګلافروز نه ده چې د مېندوارۍ په مخنیوي کې له پیدا کېدونکو روغتیايي ستونزو شکایت لري؛ د غور ولایت اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ۲۹ کلنه پروین هم وایي چې ورته تجربه یې لرلې ده.
هغې وویل، د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره یې له درېمیاشتنۍ پیچکاري کار اخیستی و؛ خو د هغې په خبره، له تزریق شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته یې پښې بېحسه شوې، درد یې پیدا کړ او د حرکت له ستونزې سره مخ شوه.
هغې زیاته کړه، همدارنګه سرګرځېدنه هم ورته پیدا شوه او کله چې ډاکټر ته ولاړه، ورته وویل شول چې د وینې فشار یې نامنظم شوی دی. د هغې په خبره، سره له دې چې درمل هم وخوړل، خو بشپړه روغتیا یې ترلاسه نه کړه او بالاخره یې پرېکړه وکړه چې نور له دغو درملو استفاده ونه کړي.
متخصصین: د مېندوارۍ دذ مخنیوي د لارې ټاکنه باید د ډاکټر په مشوره وي
د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه او د «میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ» کارکوونکې ډاکټرې ګلالۍ وردک پژواک ته وویل، هره مور باید د خپلو زېږونونو ترمنځ لږ تر لږه دوه کاله وقفه په پام کې ونیسي؛ ځکه په دې موده کې چې مور خپل ماشوم ته شیدې ورکوي، د مور او ماشوم لپاره ګڼې روغتیايي ګټې لري.
هغې ټینګار وکړ، پرلهپسې زېږونونه د میندو د جسمي کمزورۍ او کمخونۍ سبب کېږي او که ښځه بېرته ژر مېندواره شي، د زېږون پر مهال د وینې بهېدو احتمال زیاتېږي. همدارنګه، جنین ښايي د مور په رحم کې مناسبه وده ونه کړي او ان له وخته مخکې زېږون هم رامنځته کېدای شي.
نوموړې د مېندوارۍ پر مهال د میندو روحي او رواني ستونزې هم د پرلهپسې زېږونونو له امله وبللې.
ډاکټرې ګلالۍ ټینګار وکړ چې د زېږونونو ترمنځ وقفه د ځینو خطرناکو ناروغیو، لکه د سینې سرطان او نورو د مخنیوي لامل هم کېږي.
د هغې په خبره، هغه میندې چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو پورته وي، که د زېږونونو ترمنځ وقفه رامنځته نه کړي، د لوړ فشار او شکر ناروغۍ له خطر سره مخ کېږي.
هغې زیاته کړه: «ځینې میندې فکر کوي چې له زېږون وروسته بېرته ژر نه مېندواره کېږي، خو داسې نه ده؛ یوه مور له زېږون ۴۰ تر ۴۵ ورځو وروسته بېرته د حیض دوره او تخمدانۍ فعالیت پیلوي او بیا مېندواره کېدای شي.»
هغې سپارښتنه وکړه چې میندې باید د زېږونونو ترمنځ د وقفې رامنځته کولو لپاره له هغو لارو استفاده وکړي چې د لنډمهالې او اوږدمهالې مېندوارۍ د مخنیوي لپاره په طبابت کې سپارښتنه شوې دي.
ډاکټرې وردک د زېږونونو ترمنځ د وقفې د اهمیت او د مخنیوي د لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو زیاتوالی مهم وباله او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
بلخوا، د غور د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي مرکز یوې ډاکټرې لطیفه حکیمي پژواک ته وویل: «د مېندوارۍ د مخنیوي بېلابېلې ګولۍ مختلف عوارض لرلای شي؛ ترکیبي ګولۍ ښايي ډېر هورموني بدلونونه او د زړه ستونزې رامنځته کړي او ان د وینې د لخته کېدو سبب شي.»
هغې زیاته کړه، د مېندوارۍ د مخنیوي ګولۍ همدارنګه د مزاج د بدلون، د خوب د ګډوډۍ او د وزن زیاتېدو لامل کېدای شي.
هغې خبرداری ورکړ، هغه ښځې چې د وینې د لخته کېدو، لوړ فشار، د زړه ناروغیو، دماغي سکتې، د سینې سرطان، د ځیګر ناروغۍ یا پرمختللي شکر مخینه لري، باید د دغو ګولیو په کارولو کې احتیاط وکړي.
هغې ټینګار وکړ چې د مېندوارۍ د خوندي مخنیوي لپاره باید له معمول لارو لکه آییودي، د مخنیوي پیچکارۍ، کانډوم، هورموني او طبیعي لارو استفاده وشي.
دواړه ډاکټرانې سپارښتنه کوي چې ښځې د زېږونونو ترمنځ د وقفې او د مناسبې لارې د ټاکلو لپاره له ډاکټرانو سره مشوره وکړي.