مزارشريف (پژواک، ٥ سلواغه ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره نښته کې د ملي اردو نهه سرتېري ټپيان شوي دي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په شولګرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وويل چې په ياده جګړه کې د ملي اردو شپږ سرتېري ټپيان شوي خو د ټولو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
خو یوې بلې باوري سرچینې بیا پژواک ته وویل چې په یاده جګړه کې د ملي اردو نهه سرتېري ټپیان شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن