Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز والي: د امنيتي ځواکونو ليکې له نشه یانو پاکې شوې دي

کندوز ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩): د کندوز والي وايي چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شراب څښلو او بې بندوبارۍ ستونزه د نوې رهبرۍ په راتګ سره هواره شوې ده.

د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال څلور مياشتې وړاندې د دغه ولايت د پوهنې رياست په يوې غونډه کې ويلي وو: ((زما اطلاعات دا دي، ماښام چې شي، د دغه ولايت پوليس، اردو او ملي امنيت ټول د شرابو په څښلو او نورو مرداريو بوخت وي.))

که څه هم والي دغه څرګندونې څو مياشتې وړاندې کړې وې، خو په دې اړه ويډيو يې تېره ورځ ځينو رسنيو خپره کړې ده.

د کندوز والي د اړوندې موضوع په اړه نن (د سلواغې ٦مه) يوې غونډې ته وويل چې څلور مياشتې وړاندې په امنيتي ځواکونو کې دغه ستونزه موجوده وه، خو د نوې رهبرۍ په راتګ سره دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه وايي: ((په تېر کې يو شمېر کسان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وو چې خلاف کارونه يې کول؛ د يوه سرتېري له شان سره برابره نه ده خو هغه کسان چې بې بندوباره او استفاده کوونکي وو، د امنيتي ځواکونو له ليکو ايستل شوي او دغه ستونزه اوس هواره شوې ده.))

والي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي ميثاق په پلي کولو سره يو شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوي او اوس غواړي په بېلابېلو نومونو ده ته دسيسې جوړې کړي.

ميرزکوال زياتوي: ((کومو کسانو چې د دولت ځمکې غصب کړې او غير قانوني کارونه کوي، ماته دسيسې جوړوي، خو زه په خپل ټول قوت سره کوښښ کوم چې امنيتي ميثاق تطبيق کړم.))

والي ادعا وکړه چې د افغانستان په کچه کندوز تر ټولو امن ولايت دى؛ ځکه هېڅ ډول چاودنې، ځانمرګي او نور بريدونه په کې نشته دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کندوز خلکو په کراتو شکايتونه کړي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب دى او وسله وال طالبان د کندوز ښار څنډو ته رسېدلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.