ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سرې مياشتې دوه کارکوونکي ټپيان شوي

غزني کې د سرې مياشتې دوه کارکوونکي ټپيان شوي

author avatar
25 Jan 2021 - 17:59
غزني کې د سرې مياشتې دوه کارکوونکي ټپيان شوي
author avatar
25 Jan 2021 - 17:59

غزني ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩): د سرې مياشتې مسوولين وايي چې په غزني کې د ناپېژانده وسله والو په بريد کې د دغې ادارې دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

په سوېل ختيځ زون کې د سرې مياشتې مسوول سميع الله صديق د سلواغې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دې ادارې کارکوونکي له خلکو سره د مرستې په موخه د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ته ورغلي وو.

هغه وايي چې د بېرته راتګ پرمهال د غزني ښار په نوغې سيمه کې ناپېژانده وسله والو د سرې مياشتې پر موټرو ډزې کړې دي.

ده وويل چې په دې پېښه کې د يادې ادارې دوه کارکوونکي ټپيان شوي او دوه موټر يې هم زيانمن شوي دي.

دغه راز د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې دغه پېښه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې شوې ده.

هغه هم وويل چې په دغې پېښه کې د سرې مياشتې دوه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې سره مياشت يوه نادولتي اداره ده چې د لومړي ځل لپاره د غزني ولايت په مربوطاتو کې کارکوونکي يې د وسله والو تر بريد لاندې راغلي دي.

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.