کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩) : د افغانستان دولت ايران ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي د سفر په تړاو غبرګون ښودلى دى.
د طالبانو دقطر دفتر د رييس ملا عبدالغني برادر مشرۍ يو پلاوى تهران ته رسېدلى او ټاکل شوې چې له ايراني چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سلواغې په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى ایران ته د طالب پلاوي له سفر څخه اطلاع لري.
سرچينې زياته کړې، د ايران حکومت نوموړي هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته خبر ورکړی او وړاندې له دې يې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت نظر غوښتنه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، ايران ته د طالب پلاوي د سفر د تنظیمیدلو موخه دا ده چې ترڅو دغه هیواد د خپل نظر څرګندولو ترڅنګ، د بيړني اوربند ټینګښت، د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د سولې جامع هوکړې ته د رسيدلو، د افغانستان اساسی قانون ارزښتونو د ساتنې او د دې مسایلو په اړه د سیمې د هیوادونو او نړیوالې اجماع په هکله نوموړي پلاوي خبر کړي.
سرچينې ويلي ، پر دې سربیره، ایران غواړي ډاډ ترلاسه کړي تر څو افغانستان له جګړې وروسته یو ځل بیا به د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای نه بدلیږي او همداشان د سیمه ييزې او نړیوالې همکارۍ په يوه مرکز بدلېږي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي : (( موږ هیله لرو چې طالبان به د افغان ولس غوښتنو ته په پام سره د سیمې او نړۍ د هیوادونو هغه غږ رعایت کړي چې د وینې تویدلو بندول، د عاجل اوربند ټینګښت او د تلپاتې سولې د تامین لپاره صادقانه ګامونه واخلي او معنی داره مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي. ))
سرچينې ويلي، طالبان باید پوه شي چې د دوی د جګړې او وینې تویولو روان بهیر نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه او نړۍ کې په پراخه کچه له کرکې سره مخ ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP