ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دولت ايران ته د طالبانو دپلاوي د سفر په اړه غبرګون وښود

د افغانستان دولت ايران ته د طالبانو دپلاوي د سفر په اړه غبرګون وښود

author avatar
26 Jan 2021 - 19:21
د افغانستان دولت ايران ته د طالبانو دپلاوي د سفر په اړه غبرګون وښود
author avatar
26 Jan 2021 - 19:21

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩) : د افغانستان دولت ايران ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي د سفر په تړاو غبرګون ښودلى دى.

د طالبانو دقطر دفتر د رييس ملا عبدالغني برادر مشرۍ يو پلاوى تهران ته رسېدلى او ټاکل شوې چې له ايراني چارواکو سره وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سلواغې په ٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى ایران ته د طالب پلاوي له سفر څخه اطلاع لري.

سرچينې زياته کړې، د ايران حکومت نوموړي هېواد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته خبر ورکړی او وړاندې له دې يې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت نظر غوښتنه کړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي،  ايران ته د طالب پلاوي د سفر د تنظیمیدلو موخه دا ده چې ترڅو دغه هیواد د خپل نظر څرګندولو ترڅنګ، د بيړني اوربند ټینګښت، د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د سولې جامع هوکړې ته د رسيدلو، د افغانستان اساسی قانون ارزښتونو د ساتنې او د دې مسایلو په اړه د سیمې د هیوادونو او نړیوالې اجماع په هکله نوموړي پلاوي خبر کړي.

سرچينې ويلي ، پر دې سربیره، ایران غواړي ډاډ ترلاسه کړي تر څو افغانستان له جګړې وروسته یو ځل بیا به د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای نه بدلیږي او همداشان د سیمه ييزې او نړیوالې همکارۍ په يوه مرکز بدلېږي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي : (( موږ هیله لرو چې طالبان به د افغان ولس غوښتنو ته په پام سره د سیمې او نړۍ د هیوادونو هغه غږ رعایت کړي چې د وینې تویدلو بندول، د عاجل اوربند ټینګښت او د تلپاتې سولې د تامین لپاره صادقانه ګامونه واخلي او معنی داره مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي. ))

سرچينې ويلي، طالبان باید پوه شي چې د دوی د جګړې او وینې تویولو روان بهیر نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه او نړۍ کې په پراخه کچه له کرکې سره مخ ده.

Visits: 349

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.