خوست ښار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۹): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي او ورسره مل پلاوي خوست ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کارموندنې پروګرام پرانېسته وکړه.
دا پروګرام چې د خوست ښار په شپږو واړو ناحيو کې عملي کيږي، په ترڅ کې به يې د دغه ولايت اته زره بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د دغې ادارې د ولسي تړون د کارموندنې ادارې رييس محمد نجيب اميري په دې اړه جوړې شوې ولسي غونډې ته وويل، د دې پروګرام پرمهال به د خوست په ښار کې د شپږ سوه ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۵۰ بېلابېلې پروژې عملي شي.
نوموړي وويل، له دغو پيسو څخه شپيته فيصده ونډه کاريګرو ته ورکول کيږي او پاتې څلوېښت فيصده باندې د پروژې اړوند مواد اخيستل کيږي.
دی وايي: ((د دې پروګرام يوه برخه کارموندنه ده چې سل شوراګانې دي او هره شورا کې بايد اتيا کسان کار وکړي، چې ټول اته زره کسان کيږي. دويمه برخه يې د ګُذر په سطحه ده چې هر ګُذر ته ۱۵ ميليونه افغانۍ ورکول چې په هغه داسې اقتصادي پروژې جوړې شي، چې يو زموږ اقتصاد ورسره ښه شي او بل ښه د رغونې پروژه وي او درېيمه برخه د دې پروژوې سټنډرډ حالت ته د تجارتي مارکېټونو راوستل دي.))
بل لورته د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي دغې غونډې ته وويل، له جلال اباد، کندهار، هرات او مزار وروسته خوست د هېواد په کچه پنځم ښار دی چې د ولسمشر په لارښوونه د ستراتېژيک پرمختيايي چوکاټ يا SDF په پلان کې شامل شوی.
هغه وويل، د دې پلان د عملي کولو لپاره د ١٤٠٠مالي کال لپاره د بېلې بوديجې څخه د باندې يواځې د خوست ښار پرمختيا لپاره ۲۵ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي.
دى وايي: ((د دې پلان عملي کېدو لپاره خوست ښاروال ته ۲۵ کسيز يو نوی ټيم ورکول چې هغه به ټول لوړې زده کړې او کافي معاشات ورته ورکوو، د خوست او د دې پلان د عملي کېدو په خاطر چې يواځې همدغه عملي کړي او ټپريو به کار نه لري او يو نوی ښار به درته ابادوي.))
کټوازي په خپلو خبرو کې وويل، يوه ستونزه چې د انکشافي پروژو او د خوست ښار د پراختيا مخه يې نيولې، هغه په ښار کې د ملي دفاع وزارت او د نورو دولتي ادارو اړوند د ځمکو موجوديت دی.
هغه زياته کړه، د ولسمشر په هدايت سره به د هېواد په ټولو ښارونو په ځانکړي ډول د خوست په ښار کې ټولې هغه ځمکې چې د نورو حکومتي ادارو اړوند دي، ښاروالۍ ته انتقال شي.
دى وايي: ((څه ځمکې چې ښارونو کې دي هغه ټولې به ښارواليو ته انتقال کړو او د ښاروالۍ د پلان او ماسټر پلان مطابق هغه باندې به کار وشي چې خصوصي سرمايه ګُذارۍ او دولتي سرمايه ګُذارۍ ته زمينه په کې برابره شي. بناءً هغه ځمکې چې د نورو ارګانونو دي هغه ټولې ښاروالۍ ته د ولسمشر له هدايت سره سم انتقاليږي.))
د دغې غونډې نورو ګډونوالو که څه هم د بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا د کارموندنې پروګرام اغېزمن بولي، خو غوښته يې وکړه، چې دا پروګرام دې د ښار ترڅنګ د مرکز نورو سيمو ته هم وغځول شي.
مدني فعال او د يووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي په دې اړه وويل: ((نننۍ پروګرام يواځې په متون کې دی، د خوست زړه دی، خو موږ لکڼ او شمل دوه نور اداري مرکزونه دي، چې نه په مرکز کې راځو او نه په ولسوالۍ کې. چې کله امکانات راشي بيا موږ ته وايی چې په مرکز کې يی تاسې درې واړه واحدونه به يو سهم وړئ، خو کله چې لښکرکشي شي بيا وايي چې تاسو د ولسوالۍ معادل يی راوباسئ، چې ولسوالۍ شل راوځي تاسو هم راووځئ، نو غوښتنه مو دا ده چې شمل او لکڼ دې يا په دې پروګرام کې او د ولسواليو په پروګرام کې چې وروسته پيليږي، په هغې کې د کليو پراختيا وزارت له طريقه خدمات عرضه شي.))
د مرکز په ادارو کې د خوستيو کادرونو ګورمارل، خوست ته د ورکړل شوي لومړی درجې په اساس د تشکيل منظوري، د غلام خان بندر ژر تر ژره رسمي ترانزيټ او د يوه ځانګړي ميکانيزم له مخې په دغه ولايت کې د قومي شخړو حل نورې هغه غوښتنې وې، چې د يادې غونډې ګډونوالو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشر شميم خان کټوازي يې درلودې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP