کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): اروپایي ټولنې اعلان کړی چې له کرونا سره ویروس د مبارزې او ټولنیزو او اقتصادي اغېزو کمولو په موخه له افغانستان سره د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي.
په کابل کې د اروپایي ټولې استازولۍ په اعلامیه کې چې نن (د سلواغې ۷مه) خپره او پژواک ته رسېدلې راغلي، د کرونا ویروس له پیل راهیسې تر اوسه له افغانستان سره د دغه بنسټ مرستې ۱۴۷ میلیونو یورو ته رسېږي.
سرچینې لیکلي، ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې دغه ۳۵ میلیونه یورو تازه مرسته د نړیوال روغتیایي سازمان، یونسېف او اغاخان بنسټ؛ درېیو پروژو له لارې د روغتیایي سیستمونو ظرفیت لوړونې، د ناروغانو د معایناتو او درملنې، د کرونا مخنیوي، د پوهاوي ډېروالي او تغذیوي ګواښونو راټیټولو په برخو کې ولګول شي.
اروپایي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې د کرونا خپرېدو د افغانستان وضعیت لا پسې خراب کړی او هغه هېواد ته یې ډېرې اړتیاوې رامنځته کړې چې له لسیزو راهیسې جکړه په کې روانه ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې پراخې بې کارۍ او پر وارداتو محدویتونو په افغانستان کې غذایي ناامني ډېره کړې ده او د ارپایي ټولنې او ملاتړو په مرسته به یې ۳۰۰ زره ماشومان او میندې د خواکي توکو خدمتونه ترلاسه کړي.
Views: 29
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP