ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار شريف کې رضاکارانو له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

مزار شريف کې رضاکارانو له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

author avatar
27 Jan 2021 - 15:21
مزار شريف کې رضاکارانو له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پيل کړه
author avatar
27 Jan 2021 - 15:21

مزارشريف ( پژواک، ۸سلواغه ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر رضاکاره ځوانانو پر سلګونو بېوزله کورنيو د مرستو لړۍ پيل کړه.

په دغو مرستو کې د ژمي لپاره ګرمې جامې او پاخه خواړه شامل دي، چې له شتمنو کورنيو راټولېږي او پر بېوزله کسانو وېشل کېږي.

د يادو مرستو يوه وېشونکي احمد ضيا د سلواغې په ۸مه، پژواک ته وويل چې دغه هڅه يې د خلکو تر منځ د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په موخه کړې ده.

هغه زياته کړه چې په لومړي پړاو کې څلور سوه بېوزله کورنيو ته د يوه وخت پاخه خواړه ورکول کېږي او همدا راز  له دوه زره جوړو ډېر ژمني لباسونه هم په مستحقو کسانو وېشل کېږي.

نوموړی وايي چې يادې مرستې يې د يو شمېر سوداګرو، شتمنو کورنيو او ځوانانو په همکارۍ چمتو کړې دي.

ده وويل: (( موږ د مهربانۍ ديوال په نوم يوه نوې لړۍ هم پيل کړې، له خلکو غواړو چې خپلې اضافي جامې او توکي راکړي او هغه بيا پر بېوله او ناداره کورنيو وېشو)).

فرهاد د مزارشريف بل اوسېدونکی دی چې له دغه ګروپ سره يې په رضاکاره ډول د مرستو ټولولو کې برخه اخيستې ده.

هغه وايي چې خلک بايد روان اقتصادي ناورين کې يو بل ته لاس ورکړي؛ څو تر يوه حده د بېوزلۍ مخنيوی وشي.

د فرهاد په خبره، تر ټولو ډېر مسووليت سوداګرو ته متوجه دی چې د ټولنې له بېوزله او غريبانو سره کمک وکړي.

نوموړی زياتوي چې راټولې شوې مرستې په ښار کې د سړک غاړې پر بېوزله ماشومانو، کاريګرو، سوالګرو او لاس پلورونکو وېشي.

حسيبه هغه مېرمن ده چې د رضاکار ګروپ ځوانانو له خوا مرسته ورسره وشوه.

هغې پژواک ته وويل چې د شپږو اولادونو مور ده او پنځه کاله مخکې يې په يوه چاودنه کې خپل خاوند له لاسه ورکړی دی.

د حسيبې په خبره، کور کې د کار روزګار لپاره بل څوک نه لري او دا خپله مجبوره ده، چې د خپل کور نفقه په خپله پيدا کړي.

نوموړې له شتمنو او سوداګرو غواړي چې بېوزله کورنۍ هېرې نه کړي.

هغه له حکومته هم غواړي چې له مستحقو او بېوزله کسانو سره دې مرسته وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس په ټولنه کې د ولسي مرستو د فرهنګ پياوړي کول مهم کار بولي.

افضل حديد پژواک ته وويل چې خلک بايد يواځې د دولت د مرستو په تمه ونه اوسي او په خپل منځ کې يو د بل لاسنيوی وکړي.

نوموړى په مزارشريف کې د رضاکاره ځوانانو له خوا د مرستو راټولولو او وېشلو پروګرام ته په اشارې وايي چې د ښار شتمن خلک بايد په دې پروسه کې زياته برخه واخلي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.