ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٧ کسان په کرونا اخته او ٨ يې له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٧ کسان په کرونا اخته او ٨ يې له امله مړه شوي

author avatar
27 Jan 2021 - 14:25
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٧ کسان په کرونا اخته او ٨ يې له امله مړه شوي
author avatar
27 Jan 2021 - 14:25

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴٨٩١ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په اتمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٧٢٩ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴٨٩١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٢ کسان په هرات، ٤-٤ په کونړ او ميدان وردګ، ٣-٣ په ننګرهار او فارياب، ٢-٢ په کابل، کندهار، بغلان او خوست، ١-١ په پروان، نيمروز او پکتيکا ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷٥٤٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۲۳٩٨ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ، خو په دې وروستيو کې د کرونا نوې بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.