Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د دوو چاودنو له امله دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ٩٩): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د ۹ او ۱۲ ناحیو اړوند په دوو جلا چاودنو کې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبرې اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل پولیسو نهمې امنیتي حوزې اړوند دیسپېچري سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي چې په یاده چاودنه کې یو رېنجر موټر د چسپکي ماین هدف ګرځول شوی او په پایله کې یې د پولیسو دوه منسوبین ټپیان شوي دي.

نوموړى دغه راز وايي چې دویمه چاودنه هم نن د دغه ښار د دوولسمې حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلی د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسی حال کې ده چې تېره ورځ سهارهم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې یو شخصي سراچه موټر د چسپکي ماین هدف وګرځول شو؛ چې یو کس په کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، په وروستیو درېیو میاشتو کې یوازې د سلواغه څلورمه نېټه وه چې په کابل ښار کې د امنیت ضد پېښه رامنځته نه شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.