ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او المان سوداګریزې اړیکې پراخوي

افغانستان او المان سوداګریزې اړیکې پراخوي

author avatar
28 Jan 2021 - 10:59
افغانستان او المان سوداګریزې اړیکې پراخوي
author avatar
28 Jan 2021 - 10:59

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د افغانستان ولسمشر او د المان لومړۍ وزیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې او بلخوا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د المان له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

سرچینه لیکي چې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او پر اوربند د ټینګار ترڅنګ یې وویل: «دا د منلو نه ده چې د مذاکراتو ترڅنګ دې تاوتریخوالی هم دوام ولري او خلکو ته دې زیان ورسېږي.»

هغې ویلي چې المان د خپلواک او پرمختللي افغانستان چې ډیموکراتیک نظام په کې حاکم وي، ملاتړ کوي او د دوی هڅې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لامل شي.

د المان لومړۍ وزیرې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی، ویلي یې دي له افغانستان سره د زیمنس کمپنۍ همکاریو د تفاهملیک لاسلیک نورو الماني شرکتونو ته لاره پرانيسته چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو ‎په فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترسره کېدونکي کنفرانس، د افغانستان لپاره د هغه پر ارزښت، د سولې پر مذاکراتو د هغه د اغېز او د افغانستان، په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام لپاره د دغه کنفرانس پر پیغامونه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د سولې راوستو او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان د برنامو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي: «موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړو.»

سرچینه لیکي چې په دغه ویډیو کنفرانس کې غني او مرکل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

ولسمشر غني ویلي: «موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز جوړول مطالعه کوو، څو د افغانستان تولیدات، په ځانګړي ډول تازه او وچه مېوه د المان مارکېټونو ته ورسېږي.»

سرچینه لیکي چې د المان  لومړۍ وزیرې د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.