Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلینکن: خليلزاد به خپل ماموريت ته دوام ورکوي

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن تاييد کړې چې د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد به خپل ماموريت ته دوام ورکوي.

د رويټرز خبري اژانس راپور له مخې، د امريکا بهرنيو چارو نوي وزير انټوني بلينکن پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته خبرو کې ويلي چې له خليلزاد يې غوښتي څو خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

له دې مخکې ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن حکومت د خليلزاده ماموريت تمديد کړى دى.

خليلزاد د پخواني ولسمشر ټرمپ له خوا د افغان سولې لپاره ځانګړى استازى ټاکل شوى و او نوموړي تر نږدې يونيم کال مذاکراتو وروسته له طالبانو سره په قطر کې تړون لاسليک کړ.

خو د امريکا نوي حکومت د ملي امنيت سلاکار او د دفاع وزير دواړو خبر ورکړى چې له  طالبانو سره په قطر کې لاسليک شوى تړون ارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې  د افغانستان ملي امنيت سلاکار دوه کاله مخکې امريکا ته د سفر پر مهال د خليلزاد پر ماموريت نيوکې کړې وې چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې هم ترينګلې شوې.

په ټوله کې افغان دولت د خليلزاد له ماموريته ناخوښ دى او وايي چې هغه طالبانو ته ډېر ارزښت ورکړى دى.

کابل ته د خليلزاد وروستي سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني ورسره له ليدنې ډډه کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.