Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ختيځ کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان کې د خپل ماين چاودنې او امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د سېلاب قول اردو وياند هارون يوسفزی وايي، د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اړوند ګندمک سيمه کې وسله والو طالبانو يو ماين ځای پر ځای کاوه چې چاودنه يې پرې کړې ده.

د ده په وينا، په دغه پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي او بل تن چې د ماين جوړولو انجنير دی، ټپي شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سېلاب قول اردو وياند يوسفزی وايي، د ملي اردو ځواکونو لوجستيکي کتار د اليشنګ ولسوالۍ پر لور روان و چې جبين سيمه کې پرې وسله والو بريد کړی دی.

د هغه په خبره، د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۶ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دی ډاډ ورکوي چې دغه نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.