ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دوکاندارانو د ښاروالۍ او ترانسپورټ ادارو پر ضد لاريون وکړ

د تورخم دوکاندارانو د ښاروالۍ او ترانسپورټ ادارو پر ضد لاريون وکړ

author avatar
28 Jan 2021 - 15:44
د تورخم دوکاندارانو د ښاروالۍ او ترانسپورټ ادارو پر ضد لاريون وکړ
author avatar
28 Jan 2021 - 15:44

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار اړوند تورخم ښارګوټي يو شمېر دوکاندارانو دغلته د ښاروالۍ او ترانسپورټ ادارو پرضد لاريون وکړ او نيوکه کوي چې د دوی د يوې غلطې پرېکړې له امله سلګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

د دوکاندرانو په خبره، دغو ادارو يې پخواني دوکانونه په دې خاطر وران کړل چې بدل کې يې نوي دوکانونه ورته رغول کېږي، خو اوس نه نوي دوکانونه شته او پخواني خو يې له منځه تللي دي.

دوی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دوی ته بېرته دوکانونه جوړ او د کاروبار زمينه دې ورته برابره شي.

دوکاندرانو تورخم ښارګوټي کې سوله ييز لاريون وکړ.

لاریون کوونکي د تورخم ښاروالۍ او ترانسپورټ مديريت مسوولین په فساد تورنوي او وايي چې له هټیوالو په یوه او بل نوم د پیسو غوښتنه کوي.

دوی په تورخم کې د حکومت له لوري د هټیوالو په نوم د جوړ شوي سوداګریز مارکیټ د پرانیستو غوښتنه هم کوي.

د لاريون کوونکو له ډلې ځنډي ګل وويل، د سړک سر دوکانونه يې ورته خراب کړل په دې خاطر چې نوي دوکانونه به جوړېږي، خو اوس ورته نوي هم جوړ نه شول او پخواني هم له منځه يوړل شول.

يو بل دوکاندار چې د نوم له خپرېدو يې ډډه کوله وويل، د ښاروالۍ مسوولين له دوکارانو په يو او بل نوم پيسې اخلي، کله چې پيسې ورنه کړل شي نو بيا يې دوکانونو ته همداسې پلمې جوړوي.

دوکاندارانو ويل چې د دوکانونو د ورانېدو له امله سلګونه کسان بې روزګاره شوي او غوښتنه کوي که نوي دوکانونه نه جوړېږي، نو لږ تر لږه دې په تورخم کې د اډې لپاره جوړ شوی ترمينل او تمځای پرانېستل شي او دوکانونه دې دوی ته ورکړل شي.

خو د تورخم ښاروالۍ مسوولين پر دوی لګېدلي تورنونه بې بنسټه ګڼي او وايي، د دوکانونو د ورانېدو پرېکړه د نظم په موخه شوې، ځکه دوکانونه خپل سري د سړک پر غاړې داسې ځايونو کې جوړ شوي و چې ګډوډي يې ډېره کړې وه.

د تورخم ښاروال راحت ګل زيارمل پژواک ته وويل، هڅه کوي چې د هټيوالو د ستونزو حل لپاره مناسبه لار پيدا او بېرته ورته د دوکانونو زمينه برابره کړي.

له تورخم ښارګوټي داسې مهال د فساد او نورو برخو په اړه راپورونه ورکول کیږي چې تازه ولایتي ادارې هم تورخم ښارګوټي ته د ستونزو د حل په موخه یو پلاوى لېږلى دی.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.