ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالب مرکچي پلاوی دې د سفرونو پرځای ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي”

“طالب مرکچي پلاوی دې د سفرونو پرځای ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي”

author avatar
29 Jan 2021 - 15:52
“طالب مرکچي پلاوی دې د سفرونو پرځای ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي”
author avatar
29 Jan 2021 - 15:52

خوست ښار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): د خوست يو شمېر قومي مشران وايي، طالب مرکچي پلاوی دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پرځای ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي.

دغو مشرانو چې شمېر لسګونه ته رسېده، دا څرګندونې نن « د سلواغې ۱۰مه» د يوې غونډې پرمهال وکړې، چې د پخلاينې ملي غورځنګ له خوا د دغه ولايت د فوټبال په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په تېرو څو ورځو کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی ايران او د عباس ستانکزي په مشرۍ يو پلاوی روسيې ته تللی او هلته يې د افغانستان مسئلې په اړه د يادو هېوادونو چارواکو سره ليدلي دي.

د قاضي احمد ببرک زي په نوم يوه قومي مشر دغې غونډې ته وويل، د طالبانو دغه سفرونه او د سيمې هېوادونو له مشرانو سره ليدنې، د وخت له ضايع پرته بله هيڅ کومه ګټه نه لري.

هغه وايي، طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پرځای خپل ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي، ځکه په وينا يې شاوخوا لس ورځې کيږي د سولې مذاکرات په ټپه درېدلي دي.

دی زياتوي: ((د طالبانو دا سفرونه د سولې خبرو ته ډېر زيات تاوان رسوي، ځکه که دوی په خپل يو هېواد او بل هېواد ته سفرونه کوي، د افغانانو په زړونو کې ناامېدي رامنځته کيږي. دواړه لوري افغانان دې خبرو ته دې سره کېني.))

يو بل قومي مشر سمين خان ځدراڼ هم وايي، پرته له کوم دليل څخه په مذاکراتو کې ځنډ د سولې روانه پروسه له ګواښ سر مخامخ کولی شي.

نوموړي غونډې ته په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې په صادقانه ډول دې د سولې مذاکرات مخکې يوسي، ځکه نور ورته د بې ګناه افغانانو د وينو تويول د زغملو وړ نه دي.

هغه وايي: ((که چېرې طالبان وروڼه د افغانانو وروڼو يو سره يو ځای کېښنني او خبرې ورسره ونه کړي او د خبرو لپاره د حل ټکی پيدا نه کړي، بيا به قومونه تصميم نيسي او دوی به يوې خواته وي او قومونو چې څه تصميم ونيوه، هغه به د قومونو په منځ کې وي. سوله به راځي، حتمي به راځي، دا به د قومونو تصميم وي.))

د دغې غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ په نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه د امريکا په متحده ايالاتو هم غږ وکړ، چې د جنګ په دواړو غاړو په تېره طالبانو فشار راوړي، چې د سولې مذکرات په منظم ډول مخکې يوسي.

يوه قومي مشر انجينر رحيم ګل په دې اړه د غونډې ګډونوالو ته وويل: ((اوس امریکا کولی چې په طالبانو هم فشار راوړي، زموږ په دولت هم فشار راوړي، چې دواړه خواوې خبرو ته کښېنوي، لکه څه ډول يې چې اول کې لاسليک ورسره وکړ، همداسې يې اوس هم راټولولی شي.))

له دې سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستيال عباس ستانکزي تازه په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د سولې روانو خبرو ځنډ د اشرف غني حکومت دی او که غني استعفا وکړي، سوله کيږي.

د طالبانو د قطر د مذاکراتي ډلې يو پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ پرون «پنجشنبه» روسيې ته تللی او هلته يې له روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.

عباس ستانکزي نن په مسکو کې خبري ناستې ته ويلي، کله چې سوله راځي، نو د اوسني حکومت په ځای به بل اسلامي حکومت راځي، نو په همدې خاطر اشرف غني او حکومت يې د سولې مخالفت کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.