Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې د کرونا تابوتونو قرارداد په سل سلنه لوړه بيه ورکړل شوی

جلال اباد (پژواک،۱۰ سلواغه ۹۹): پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې په ننګرهار کې هغه شرکت ته د کرونا له امله د مړو شویو کسانو د تابوتونو قرارداد له نورو شرکتونو په لوړه بيه ورکړل شوی چې په داوطلبۍ کې يې برخه نه وه اخيستې.

که څه هم په عام بازار کې يو تابوت له ۱۶۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ افغانيو پورې پلورل کېږي، خو له اړونده شرکت سره لاسليک شوي قرارداد کې يې بيه ٤٠٠٠ افغانۍ ښودل شوې ده.

د اسنادو له مخې، د قرارداد داوطلبۍ ته درېيو شرکتونو خپل اسناد سپارلي وو، خو د ننګرهار د پخواني والي شاه محمود مياخېل په ځانګړي امر قرارداد له څلورم شرکت سره چې په داوطلبۍ کې يې برخه نه وه اخيستې او له روغتيا رياست سره يې دوه نور قراردادونه هم لرل، شوی دی.

په دغه قرارداد کې لس قلمه اجناس د کرونا سنټر (پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو درملنې) روغتون لپاره اخيستل شوي چې ټولټال پرې ۷ميليونه او ۳۳۴زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

قرارداد ته وړانديزونه

په ننګرهار کې د کرونا درملنې روغتون له لوري يو وړانديز چې د دغه ولايت عامې روغتيا رياست ته يې کړی د کرونا درملنې روغتون لپاره د لس قلمه اجناسو د اخيستو وړانديز په کې شوی دی.

په دغه مکتوب کې ليکل شوي: “۲۰ عدده د کارډيک مانيټور ماشينونه، ۱ عدد د ABG ماشين، ۱۰۰ عدده، د ناروغانو چپرکټونه، يو عدد ۱۰۰ کيلوواټ مکمل جنراتور، ۲ عدده ډيفريبرېلټور، ۲ پايې د ECG ماشينونه، ۱۰۰ ليټره ايتانول الکول، يو پايه د ايکو سيسټم لرونکی الټراسونډ ماشين، يو پايه د ډيجيټل ايکسري مبايل ماشين، ۲۰۰ عدده تابوتونه پورته لېست چې ۱۰ قلم طبي تجهيزات او سامان الات په کې دي د کرونا درملنې روغتون لپاره په ۱۳۹۹ کال کې ترتيب او صحت لري.”

همدغه قرارداد ته د ۱۳۹۹ کال د وري په ۲۵مه د کيهان عباس عمرخیل شرکت۷ ميليونه او ۱۵۸زره افغانۍ، په همدغې نېټه ياسرجواد شرکت ۷ ميليونه او ۵۰۰۰افغانۍ او نجیب ترین شرکت ۷ميليونه او ۱۵۰زره افغانۍ نرخ ورکړی، خو دوه ورځې وروسته د عمر سبحان په نوم يو شرکت د عامې روغتيا رياست او پخواني والي شاه محمود مېاخېل ته عارض شوی چې ورسره د روغتيا رياست دوه نور قراردادونه هم شته، نو دا قرارداد دې هم ورته ورکړل شي.

د دغه وړانديز په يوه برخه کې راغلي: “په دې برخه کې د عامې روغتيا د جدي مراقبت وارډ قرارداد او د طبي او غير طبي تجهيزاتو د درې ولسواليو قرارداد هم زموږ شرکت سره لاسليک شوی او د قرارداد اسناد په لاس لرو، غواړو چې هېوادوالو ته د لا خدمت په موخه دا قرارداد هم که ستاسو خوښه وي چې مخ ته يوسو.”

دغه شرکت د خپلو نرخونو کچه ۷ ميليونه او ۳۳۴ زره افغانۍ ښودلې چې له نورو شرکتونو ۱۷۶زره افغانۍ لوړه ده او د يوه تابوت بيه يې ٤٠٠٠ افغانۍ ښودلې، په داسې حال کې چې په عام بازار کې يې بيه له ۱۶۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ افغانيو پورې ده.

د داوطلبۍ د اصولو له مخې، د یاسر جواد شرکت  نرخ تر ټولو ټيټ چې ۷ميليونه او ۵۰۰۰ افغانۍ دی، بايد ياد قرارداد له دغه شرکت سره شوی واى، خو دغه شرکت ته قرارداد نه دی ورکړل شوی.

د همدغه قرارداد په تړاو د روغتيا رياست د يو وړانديز په ځواب کې د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخیل  لیکلی: “اداري او مالي محترم رياست ته! د وړانديز مطابق يو پلاوی چې په ترتيب کې يې د عامې روغتيا رياست استازی، د ولايت د تهيه او خدماتو امر او د مستوفيت استازی دي، وټاکل شو چې له واحدې منبع څخه په عاجل ډول قرارداد وکړئ.”

د بازار نرخونه

پژواک خبرى اژانس جلال اباد ښار کې له يو شمېر تابوت پلورونکو د نرخونو پوښتنه کړې چې د معلوماتو له مخې، هم د کرونا ناروغۍ پرمهال او هم اوس د تابوتونو نرخونه له ۲۲۰۰ افغانيو نه دي لوړ شوي.

د جلال اباد ښار يوه تابوت پلورونکي پژواک اژانس ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل، چې د کرونا په څپه کې هم يو تابوت له ۱۶۰۰ افغانۍ څخه تر ۲۲۰۰ افغانيو پورې پلورل کېده.

دی وايي: “په ۲۲۰۰ افغانۍ د کرونا لپاره يو تابوت چې هغه په کې پلاستيک، مالوچ او نور د اړتيا توکي به هم وو، خرڅېده، خو عادي تابوتونه اوس هم له ۱۶۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې خرڅېږي او هغه وخت هم په همدې نرخ و.”

ولې قرارداد په لوړه بيه شوی؟

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصيراحمد دراني پژواک ته وويل، دا چې هغه مهال له کرونا وېره ډېره وه؛ نو په دې خاطر د کرونا له امله مړو شويو کسانو ته ځانګړي تابوته جوړېدل، ځکه يې نرخ لوړ دی.

دی وايي: “لږ څه فرق دی، مالوچ، ګاز، پلستر او د هغه د تړلو بېرونی بيک او پلاستيک او دا نور شيان په يو پکېج کې دي دا پکېج په دې باندې شوی، د تابوتونو لرګی هم فرق کوي.”

درانى که څه هم دقيق ارقام نه وړاندې کوي چې څومره تابوتونه اخيستل شوي او تراوسه څومره مصرف شوي، خو په قرارداد کې د ٢٠٠ تابوتونو د اخيستلو خبره شوې ده.

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود مياخېل بيا په دې تړاو د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دی د ټولو ادارو په راس کې و، نو د تدارکاتو قانون له مخې به يې شايد د قرارداد کولو مکتوب لاسليک کړی وي، خو دا په دې معنی نه ده چې له څلورم شرکت سره قرارداد د ده په ځانګړي امر شوی وي.

هغه وايي: “قراردادونه د تدارکاتو د طرز العمل په اساس د تدارکاتو کمېټه پر مخ وړي، هلته یوه د نظارت کمېټه هم وه او بیا په اخره کې والي یا معاون منظوري ورکوي. هیڅکله مشخص امر والي نه ورکوي چې چاته یې ورکړ‌ئ. زه نه پوهیږم چې دا د صحت عامې له لارې شوى او که د ولایت له لارې، ځکه اسناد له ما سره نشته هلته په دفاترو کې به پاتې وي، خو پروسیجر همدا و او والي له پروسیجر پرته لاسليک نه کوي.”

د عامې روغتيا وزرات د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٩ لمريز کال د سلواغې تر نهمې نېټې پورې په ننګرهار ولايت کې ٢٤٣٥ کسان پر کرونا اخته او ١٥٢ کسان مړه شوي دي.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې
مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.