Language

ننګرهار کې موټربم چاودنې ١٨ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

جلال اباد (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د عامه نظم ځواکونو پر قرارګاه موټربم ځانمرګی بريد شوی چې اتلس سرتېرو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو راپور ورکړل شوی دی.

سرچينو پژواک ته ويلي چې دغه برید د هاموې موټر په وسیله شوی او له پېښې سره نږدې يو بل ورته موټر نيول شوی دی.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د سلواغې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا څلورنيمې بجې د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په ګندمک سيمه کې د عامه نظم پر قرارګاه موټربم ځانمرګی بريد وشو.

د دغه ولايت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په پېښه کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوې باوري سرچينې هم پژواک ته ويلي چې په پېښه کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او څلور ټپيان دي.

خو د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر وايي، دغه ځانمرګی برید د نظامي هاموې موټر په وسيله شوی او يو بل ورته موټر له بريد وروسته نيول شوی دی.

هغه زياته کړه چې په پېښه کې ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره چې قرارګاه په بشپړه ډول ړنګه شوې او ډېری سرتېري تر خاورو لاندې شوي دي.

وسله والو طالبانو بيا په دغه بريد کې د ۵۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده. د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي،: ((په دغه مرکز کې د مزدور دښمن د ځانګړو عسکرو یوه ۵۰ کسیزه قطعه اوسیده چې د ننګرهار په ولایت کې يې د طالبانو پر وړاندې په عملیاتو کې ونډه لرله او هڅه يې کوله چې د خپل  تسلط ساحه پراخه کړي.))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.