کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩) : د دولت د مذاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزى وايي چې د افغانستان علماء د نړيوالو علماوو په شتون کې د روان جنګ نه مشروعيت ثابتولى شي.
ستانکزي د سلواغې په ١٠مه، په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو په هېواد کې جنګ او وينه تويدنه حرام، د جنګ بندېدل او اوربند يې واجب ګڼلي دي.
هغه زياته کړې، وسله وال بايد د قران او سنت له احکامو څخه په تيارو کې ونه ساتل شي او جنګ ختم شي.
د مذاکراتي ټيم مشر ويلي : (( زموږ علماء د اسلامي نړۍ د علماوو په حضور کې حاضر دي چې د جنګ نه مشروعيت ثابت کړي. په پلمو سره د سولې فرصت ضايع کول د ولس په حق کی جفا ده. ))
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي او د قطر دفتر مرستيال سيد عباس ستانکزي روسيې ته د سفر پر مهال په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د اشرف غني حکومت د سولې پر وړاندې لوى خنډ دى او د هغه د استعفى غوښتنه يې کړې وه.
Views: 208
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP