ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده رامنځته شوې

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده رامنځته شوې

author avatar
30 Jan 2021 - 15:58
افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده رامنځته شوې
author avatar
30 Jan 2021 - 15:58

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٠٢١ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په ١١مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٤٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٠٢١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې څلور په بلخ، دوه- دوه په پکتيا او نيمروز او يوه- يوه هم په کابل، کندهار، وردګو، هلمند او پکتيکا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې درې کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷٦٠٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي خو په افغانستان کې د دغه ويروس له خپرېدو وروسته ٢٤٠٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ خو په دې وروستيو کې د کرونا نوى بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوى بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.