ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د يوه خصوصي ښوونځي مدير وژل شوی

ننګرهار کې د يوه خصوصي ښوونځي مدير وژل شوی

author avatar
4 Feb 2021 - 11:45
ننګرهار کې د يوه خصوصي ښوونځي مدير وژل شوی
author avatar
4 Feb 2021 - 11:45

جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو د يوې خصوصي لېسې مدير وژلی دی.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له لوري د سلواغې په ١٦مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو د جلال اباد ښار د ۶مې ناحيې اړوند د مولوي خالص فاميليو په سيمه کې د ځلاند په نوم د يوه خصوصي ښوونځي پر مدير صديق الله صديقي ‌ډزې کړې دي.

سرچينې وويل، په بريد کې نوموړی وژل شوی او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست يوې سرچينې هم دا خبر تاييد کړ خو ډېر جزئيات يې نه دي ورکړي.

صديق الله صديقي د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و خو اوس جلال اباد ښار کې اوسېده.

د نومووړي د وژلو مسووليت چا نه دی منلی.

د يادونې ده، پرون هم د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې مربوطاتو کې د ننګرهار استيناف محکمې يو قاضي په وسله وال بريد کې وژل شوى و.

 

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.