ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: دسولې پروسه کې بیړه باید د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي

ستانکزی: دسولې پروسه کې بیړه باید د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي

author avatar
5 Feb 2021 - 20:45
ستانکزی: دسولې پروسه کې بیړه باید د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي
author avatar
5 Feb 2021 - 20:45

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۹) : د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، د سولې بهیر باید چټک شي ، خو ټینګار یې وکړ چې په دغه بهیر کې بیړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي لخوا د سلواغې په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پلاوي مشرمعصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د ۳۴ ولایتونو د ټولنیزو فعالانو او مدني بنسټونو له استازو سره «د بین‌الافغاني سولې مذاکراتو د بهیر لاسته‌راوړنې، ننګونې او اړتیاوې» په نامه په یوه مجازي بحث کې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، دغه بحث د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ جوړ کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه وغږېد.

ده وویل چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه چې د سولې په بهیر کې باید د ملي نهادونو بنسټونه هم پیاوړي شي.

هغه زیاته کړه، د سولې بهیر باید چټک شي ، خو ټینګار یې وکړ چې په دغه بهیر کې بیړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌کړي.

د ناستې په دوام د ۳۴ ولایتونو استازو خپلې پوښتنې او نظرونه څرګند کړل، ورپسې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د نظرونو په اخیستو سره د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ګډونوالو پوښتنې او وړاندیزونه د تاوتریخوالي د کچې پر ډېرېدو، د سولې مذاکراتو بهیر د درېدو او ټکني کېدو پر عواملو، د مذاکرې پر مېز د طالبانو د نه حضور پر دلایلو، د وګړو په تېره د ښځو د حقونو پر ساتنه، په ټولو برخو کې د تېرو کلونو د لاسته‌راوړنو پر ساتنه او د دغه بهیر پر راتلونکو ګامونو متمرکز وو.

د ناستې په پای کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل، په دې ناسته کې د مطرح شوو نظرونو او پوښتنو کچه ښيي چې د افغانستان خلک د سولې له بهیر سره بامسؤولیته چلند کوي او د دغه بهیر ټولو اړخونو ته متوجه دي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.

 

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.