کابل (پژواک، ١٨ دلو ٩٩): د امریکا دفاع وزیر وایي، د هېواد نوی حکومت يې د سولې د هغه بهیر چې د افغانانو په ګټه وي او پايله يې تلپاتی اوربند وي، ملاتړ کوي.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو له دفاع وزير لويډ استين سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایلو ترڅنګ ویلي، د هېواد نوی حکومت يې د سولې د داسې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او پايله يې دايمي اوربند وي، ملاتړ کوي.
سرچينې دغه راز لیکلي، په دې ټيلېفوني خبرو کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح او د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل.
همداراز په دې ټيلېفوني تماس کې دواړو لورو د تاوتريخوالي او هدفي ترورونو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن