ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انصاري: تېر کال ٣٠٠ مخابراتي پايې ويجاړې او يا هم سوځول شوې دي

انصاري: تېر کال ٣٠٠ مخابراتي پايې ويجاړې او يا هم سوځول شوې دي

author avatar
6 Feb 2021 - 17:30
انصاري: تېر کال ٣٠٠ مخابراتي پايې ويجاړې او يا هم سوځول شوې دي
author avatar
6 Feb 2021 - 17:30

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ۹۹): د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره وایي، سږ کال ۴،۶ ميلیارده افغانۍ د مخابراتي خدمتونو له لس سلنې محصول څخه ترلاسه شوې چې تر تېر کال نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالى ښيي.

دغه څرګندونې د مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې رییس عمر منصور انصاري د سلواغې په ۱۷مه د دولت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.

انصاري وویل، په هېواد کې د ټولو سیمکارتونو شمېر ۳۴ میلیونه دی چې له دې ډلې څه باندې ۲۲ میلیونه یې فعال دي.

هغه وایي، په ۱۳۹۹ کال کې ۴،۶ ميلیارده افغانۍ د مخابراتي خدمتونو له لس سلنې محصول څخه ترلاسه شوې چې د تېر کال په پرتله نږدې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالى ښيي.

هغه وویل چې د اترا ادارې د نظارت له مخې، له ۱۳۹۴ کال راهیسې تر اوسه ۲۲،۳ میلیارده افغانۍ د مخابراتي خدمتونو له لس سلنې محصول څخه ترلاسه شوې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

د هغه په وینا، په هېواد کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۲،۸ میلیونه تنه دی او  په ۱۳۹۹ کال کې د جعلې او ناقانونه سیمکارتونو  ۸۰ سلنه مخنیوى هم شوى دى.

د انصاري په وینا، د سیمکارتونو پلورلو په برخه کې د مستندو سرغړونو له امله پنځه مخابراتي شرکتونه ٧٠ ميليونه افغانۍ جريمه شوي دي.

ده وويل، په دغو شرکتونو کې اتصالات، افغان بېسيم، روشن، اېم ټي اېن او افغان ټيلي کام شامل دي.

هغه وایي، په تېر مالي کال کې د اترا ادارې له خوا څه باندې ١،٢ ميليارده افغانۍ عواید د دولت خزانې ته تللي دي.

د هغه په وینا، په ۱۳۹۹ کال کې له ۷۴۷ میلیونه افغانۍ پورونو څخه ۲۲۸ میلیونه افغانۍ يې ترلاسه شوې دي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې ١٢سوه مخابراتي پايې له امنيتي ګواښونو سره مخ وې چې له دې شمېرې درې سوه يې په بشپړ یا قسمي ډول ويجاړ او سوځول شوې دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره د عوايدو لوړېدو خبره په داسې حال کې کوي چې ډېرى مهال خلک د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کيفيته شکايت کوي او د دې برخې پر پياوړي کېدو ټينګار کوي.

Views: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.