ګردېز (پژواک، ۱٨ دلو ۹۹): د پژواک موندنو له مخې، د ۱۳۹۹ مالي کال په نهو مياشتو کې د پکتيا ګمرک د عوايدو کچه ۷۲ سلنه را ټيټه شوې ده.
دې ادارې ته د کال په پيل کې له ورکړل شوي ۱،۶ ميليارده افغانيو هدف څخه يوازې ۳۰۸.۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي، په داسې حال کې چې د وزارت په خبره بايد په دې موده کې ۱.۱ میليارد افغانۍ عوايد ټول شوي وای.
د ماليې وزارت لارښوونیز مکتوب پر اساس، د ورکړل شوي هدف له مخې بايد هره ورځ ۴.۱ ميليون افغانۍ جمع شوې وای، خو اوس دا رقم يوازې ۱.۱۵ميليونه دی چې دا هم ۷۲ سلنه کموالی ښيى.
د دغو عوايدو کمېدو عمده عوامل په دې عايداتي اداره کې پراخ مالي فساد او د کرونا وبا له امله د لنډمهال لپاره د سوداګريزې لارې تړل کېدل بلل کېږي.
د پکتيا ګمرک عوايد په ۱۳۹۴ کال کې شاوخوا يو ميليارد افغانۍ او د ياد کال لپاره ورته ۱.۳ ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د پخواني والي نصرت الله ارسلا په وخت کې د دې ادارې عوايد په کم ساري ډول شاوخوا ۳۸۰ ميليونه افغانيو ته راښکته شوي وو.
د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د ماليې وزارت ګمرکونو عمومي رياست له خوا د پکتيا ګمرک ادارې ته د يو ميليارد او ۶۱۱ ميليونه افغانيو عوايدو راټولو هدف ورکړل شوی و، خو دې ادارې د مالي کال په نهو مياشتو کې يوازې ۳۰۸.۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
پر دې اساس ماليې وزارت په ۱۰۶۴ مکتوب کې د پکتيا ګمرک لوی مديريت ته د هر ډول ناغېړي، ځنډ او له ناموجه دلايلو پرته د عوايدو په راټولولو کې د جدي هلو ځلو لارښوونه کړې ده.
د پکتيا اوسېدونکي په ګمرک کې د پراخ فساد ادعا کوي او وايي چې د دې مهمې عايداتي ادارې عوايد له ډېرو کلونو د يوې محدودې کړۍ جېبونو ته ځي.
د پکتيا متحدې شورا غړی شریف منګل وايي چې د ګمرک ادارې په هره برخه کې فساد دی او ډېر بار وړونکي موټر ترې له رسمي محصول پرته تېرېږي.
منګل وويل: ((په يوه پارچه باندې له ۱۰ تر ۵۰ موټرونه تېريږي. تقريباً ۸۰ ټنه ټېلر رابارېږي او شته لارې يې خرابې کړې. په ګمرک کې بايد جدي او واقعي اصلاحات راشي.))
د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې يو ځل يې په سيمه کې په مکرر ډول په فرعي لارو په قاچاقي ډول د بار وړونکو موټرونو مخه ونيوه، خو په خبره يې، د خلاصون لپاره یې د ګڼو دولتي او غير دولتي کسانو له خوا پرې سخت فشارونه راغلل.
احمدي وويل: ((موږ ماخوستن موټر ودرول، خو په يو ساعت کې دومره زنګونه راغلل چې له حساب وتلي وو، بېلابېلو کسانو زنګونه کول، اخر موږ هم ووېرېدو او په دې تضمين مو پرېښودل چې بيا به پټ نه ځي.))
مدني فعال جمعه ګل افغان چې زيات شمېر بار وړونکي موټر په قاچاقي لارو يا د شپې له خوا له ګمرکي محصول پرته تېرېږي چې په خبره یې ميليونونه افغانۍ فساد په کې کېږي.
افغان وويل چې د ډيورنډ له فرضي کرښې دې غاړې ته د موټرو د را اوښتو او بې له محصوله تېرېدو په برخه کې د ځينو کسانو ونډې معلومې دي او زيات موټر له محصول پرته او يا په خورا کم محصول را اوړي.
د پکتيا ګمرک ځيني کارکوونکي هم د فساد مسئله تاييدوي؛
د ګمرک يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د ډيورنډ له فرضي کرښې د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ ته د مالونو له دخول، له صحي اړخه د ټولنې خونديتوب سند، ټي يک (علم و خبر)، انوايس، تعرفه، ګودام، د مالونو د تشريع، بررسي، محاسبې او په نورو ټولو برخو کې فساد کېږي.
هغه وايي، د قيمتي مال پر ځای ارزانه مال او په موټر کې د بار وزن کمه اندازه محصول کېږي.
سرچينې وويل چې د فساد کنټرول په لويه کچه په اړوندو مرکزي ادارو کې له سالمې لارې د سمو کسانو پر ګومارنه او د ګمرکاتو کارکوونکو ته د زيات معاش ورکولو له لارې کېدای شي.
پر ياده لويه لاره له ګاونډي هېواده پاکستان څخه د سمنټو واردولو د لوی موټر چلوونکی جميل وايي چې په موټر کې يې اويا ټنه سمنټ بار کړي، خو د کمېشن کارانو له لارې ۲۰ يا ۲۵ ټنه کم محصول کېږي.
جميل وويل: ((په سيد کرم او ميرزکې ولسواليو کې مو ځينې پوستې زيات ځوروي؛ ګردېز کې ترانسپورټ هم لارې ته راوځي، تله يې خپله خرابه کړې يا به خرابه وي، هغوی هم پيسې اخلي. د ډېرو وزن زيات وي، خو محصول د کمو ورکوي.))
د دې لويې لارې يو بل موټر چلوونکی محمداجان هم د سړکونو له خرابوالي شکايت کوي خو وايي چې د کم وزن بارولو په صورت کې شرکتونه ورته کار نه ورکوي.
جان زياته کړه: ((ټول د غلا کار روان دی. له ګمرک هم په تنګ يو، په لاره کې هم له پيسو اخيستو په تنګ يو، له ترانسپورټ هم په تنګ يو، کله ۱۰ زره رانه اخلي، کله ۲۰ زره.))
په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی محمدابرهيم غښتلی هم د ګمرک عوايدو دومره زيات کمېدل د خواشينۍ وړ بولي او وايي، لوی لاملونه يې د کرونا له امله د سوداګريزو لارو تړل کېدل او پراخ فساد دی.
بل لور ته د پکتيا ګمرک يو پخوانى مسوول هم د فساد موضوع تاييدوي؛
د پکتيا د ګمرک لوی مدير محمد صديق احمدخېل چې دوه مياشتې وړاندې د دې ادراې مشر ټاکل شوى و پژواک ته وويل چې د ده له راتک وړاندې هره مياشت ٣٠-٦٠ ميليونه افغانيو پورې عوايد را ټولېدل خو د ده د کار په لومړۍ مياشت دغه کچه ١٣٢ ميليونه افغانيو ته لوړه شوه.
احمدخېل چې تېره اوونې بېرته له دندې ګوښه شوى، د فساد لوی لامل جګړه او ناامني بولي او وايي که ځينې ادارې په ګمرک کې د لاسوهنو پر ځای له دې ادارې سره همکاري وکړي، ستونزې به ډېرې راکمې شي.
نوموړی هم د پکتيا د ګمرک لپاره لويه ننګونه په ډنډپټان او ګردېز کې د تاسيساتو او لازمو اسانتياوو نشتوالی بولي او وايي چې دوی بايد په يادو دواړو ځايونو کې لږ تر لږه سل، سل جريبه مجهز ځايونه ولري.
د پکتيا د ګمرک بل پخوانی مدير، شفيق اتل چې د دندې پر مهال يې د عوايدو کچه ټېټه شوې وه وايي چې د عوايدو د کسر کېدو عمده لامل د کرونا له امله شاوخوا ۴ مياشتې د لويې لارې تړل کېدل دي.
اتل هم په ګمرک کې فساد نه ردوي او وايي چې په ولايت کې ځينې ادارې د ګمرک په چارو او عوايدو کې لاسوهنه کوي او ښايي د عوايدو د فرار په موضوع کې هم ښکېل وي.
بل لور ته د پکتيا ګمرک سرپرست جلال الدين په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، د پکتيا د ګمرک ترڅنګ د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم د پراخ فساد له امله خلک شکايت کوي او په دې برخه کې له اړوندو چارواکو د جدي اقدام غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP