کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰زره امریکايي ډالرو اخیستو په تور پر لس کاله او یوه میاشت بند محکوم کړي دي.
د روان کال د مرغومي په اوومه د بلخ ولایت ملي امنیت ریاست او لويې څارنوالۍ خبر ورکړی و چې په حیرتان بندر کې د مشرانو جرګې درې غړي د رشوت اخیستو په تور نیول شوي او د همدې میاشتې په ۱۴مه لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د مشرانو جرګې انتخابي غړی محمد عظیم قویاش او د دې جرګې دوه انتصابي غړي محمد انور باشلیق او لیاقت الله بابکرخېل په ضمانت له بنده خوشي شوي دي.
له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې په علني ناسته کې چې نن په کابل کې جوړه شوې وه، تورنو کسانو حضور درلود، خو د دوی مدافع وکیل فرید احمد عربزي ګډون نه درلود.
د قضیې موظف څارنوال محمد پاینده عادلي وویل، تورن کسان له ۴۰زره امریکايي ډالرو سره په بالفعل توګه نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، یادو کسانو د ۶۰زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
د نوموړي په خبره، سربېره پر دې چې یا کسان له نښاني شوو پیسو سره نیول شوي، د ۴۰زره ډالرو اخیستو د بهیر ویډیو یې هم موجوده ده چې د دوی جرم ثابتوي.
د یادو تورنو کسانو مدافع وکیل احمد فرید عربزي د خپلو موکلینو نیول یوه دسیسه وبلله او ویې ویل، وروسته له هغه چې د مشرانو جرګې درې غړي فشار، ګواښونو او د مادیاتو وړاندیز ته غاړه کېنښوده، دوی د دسیسې په جوړولو سره نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، په بلخ کې ځينو نفوذ لرونکي کسانو دوی ته ګواښ کړی و چې د حیرتان بندر له ارزونې لاس واخلي، له دې پرته به د ملي امنیت له خوا ونیول شي.
نوموړي ادعا وکړه چې له موکلینو سره یې سیاسي چلند شوی او دغه دسیسه له مخکې دوی ته جوړه شوې وه.
د نوموړي په خبره، تورنو کسانو د څېړنو پر مهال د رشوت اخیستل رد کړي دي.
خودرې سناتوران د ۴۰زره ډالرو اخیستو په تور پر څه باندې ۱۰ کاله بند محکوم شول

خو له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې قضايي پلاوي د موظف څارنوال او مدافع وکیل له خبرو اورېدو وروسته حکم وړاندې کړ.
د دې محکمې رییس قاضي شېرمحمد وویل، له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې قضايي پلاوي د رایو په اتفاق لیاقت بابکرخېل، محمد عظیم قویاش او محمد انور باشلیق د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستو په تور د قانون مطابق هر یو پر لس کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او ۴۰زره امریکايي ډالرو ورکړه محکوم کړل.
د قاضي په خبره، یاد کسان د جزا کوډ د ۳۷۰مې مادې د دویم او شپږم بند او ۳۸۵ مې مادې مطابق پر جزا محکوم شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دې محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او د قضیې دواړه لوري د استیناف غوښتنې حق لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP