Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې موټر بم بريد درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال اباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، خوږياڼو ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوسته موټر بم بريد شوی چې درېيو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار ۵ بجې او ۲۰ دقيقې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې ښارګوټي کې د پوليسو پر يوه پوسته موټر بم بريد شوی دی.

سرچينه وايي، بريد د سراچې موټر په وسيله شوی چې په کې خپله بريدګر او يو پوليس سرتېری وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.

د رسنيو دفتر وايي، تر بريد وروسته تازه دمي سرتېري ساحې ته رسېدلي او سيمه يې تر کنټرول لاندې ده.

عيني شاهدان وايي ، چاودنه دومره  زوروره وه چې غږ يې تر جلال اباد ښار پورې اورېدل شوی دی.

د عبدالجليل جاني خېل په نوم د سيمې يو اوسېدونکی وايي، د ملا له اذانونو سره سم چاودنه شوې چې د شاوخوا کورونو ښيښې يې هم ماتې کړې دي.

د چاودنې مسووليت چا نه دی منلى.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې ورڅېرمه شېرزادو ولسوالۍ کې هم د عامه نظم ځواکونو پر قرارګاه د هاموې موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی و چې شاوخوا ۱۸ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.