Language

د دفاع وزارت یو ډګروال ټاکل شوي عمر ته له رسېدو مخکې په جبري ډول تقاعد شوی

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۹): د ملي دفاع وزارت یو تقاعد شوی ډګروال عبدالمتین سلیمان خېل وایي چې دغه وزارت په جبري ډول د «فعال احتیاط» بست ته لېږلی او بیا یې تقاعد کړی دی.

عبدالمتین سلیمان خېل وایي، څلوېښت کلن دی، د کابل حربي پوهنتون کې یې زده کړې کړې او له شاوخوا شلو کلونو راهیسې د دفاع وزارت په چوکاټ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دندې ترسره کړې دي.

دی وایي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکي یې پکتیا ولایت کې دنده ترسره کوله  او له هغه ځایه د ملي دفاع وزارت احتیاط بست ته ولېږل شو خو وروسته د روان کال د سلواغې په ۱۱مه تقاعد ته سوق شوی دی.

سلیمان خېل د هغه مکتوب کاپي هم پژواک خبري اژانس سره  ته ورکړه چې له مخې یې تقاعد شوی دی.

په مکتوب کې راغلي: «لاندې افسرانو  د ستر درستیز کادر او پرسونل ریاست د فعال احتیاط په بست کې له ۹۰ ورځو څخه زیاتې ورځې تېرې کړې او  د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ۲۹مې مادې د دویمې فقرې له مخې باید تقاعد ته سوق شي او حقوق او امتیازونه یې له قانون سره سم ورکړل شي.»

د یادې مادې په دویمه فقره کې راغلې: «هغه عالي رتبه ډګروالان، سمونوالان او افسران چې د فعال احتیاط په موقف کې راځي، د خالي بست کمبود په دلیل نباید له ۹۰ ورځو څځه زیات د فعال احتیاط په موقف کې پاتې شي، که چېرې عالي رتبه ډګروالان، سمونوالان او افسران چې په تشکیل کې د خالي بست کمبود په دلیل له ۹۰ ورځو څخه زیات د فعال احتیاط په موقف کې وي، تقاعد ته دې سوق شي.»

خو سلیمان خېل وایي، لا تر اوسه د تقاعد لپاره ډېر وخت لري او سن یې هم د تقاعد ایجاب نه کوي، خو ملي دفاع وزارت د چارواکو له سلیقه يي چلند سره مخ شوی او له شل کلنې پوځي تجربي سره په اجباري ډول احتیاط ته سوق او بیا تقاعد شوی دی.

ده وویل: «زه نه پوهېږم چې په دفاع وزارت کې څه روان دي، ما شل کاله دنده وکړه، لسګونه عملیاتونه مې وکړل، څو ځلې زخمي شوم، اوس مې چې تجربه زیاته شوې، ماته اجازه نه راکول کېږي چې خدمت وکړم، ولې مې په زور تقاعد کوي؟ ایا دلیل یي همدا دی چې زه پر کومې ډلې پورې نه یم تړلی؟»

د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون په ۵۹مه ماده کې راغلي چې ټیټ رتبه بریدملان، ۲۵ کاله مودې بالفعل خدمت بشپړولو او یا د ۵۲ کلنۍ سن له بشپړولو وروسته، لوړرتبه بریدملان او ساتمنان د ۳۵ کاله مودې بالفعل خدمت بشپړولو او یا له ۶۰ کلن سن بشپړولو وروسته، ځوان افسر د ۳۰ کاله مودې فالفعل خدمت بشپړولو او یا د ۵۴ کلنۍ سن له بشپړولو وروسته، لوړرتبه افسر، د ۳۸ کاله مودې بالفعل خدمت بشپړولو او یا د ۵۴ کلنۍ سن بشپړولو وروسته  او برید جنرال او مل پاسوال د ۴۰ کلنې مودې بالفعل خدمت بشپړولو او یا د ۵۶ کلنې سن بشپړولو وروسته تقاعد ته سوق کېږي.

سلیمان خېل ادعا کوِي چې په ملي دفاع وزارت کې ټولې ګومارنې په سلیقوي توګه ترسره کېږي، په کار پوه کسان له دندو لرې کېږي، خو هغه کسان چې باید تقاعد شي، پر دندو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د سلیمانخېل د شکایت په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې سلیمانخېل باید ملي دفاع وزارت ته مراجعه وکړي، څو سندونه یې وکتل شي.