کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۹ ): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېر کال کې د جګړو له امله څه باندې ٧٦ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوې دي او په نورو سيمو کې ژوند کوي.
دغه څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي د دولت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په اړه غونډه کې وکړې.
هغه وویل، په ۱۳۹۹ کال کې ۷۶۷۰۱ کورنۍ چې شاوخوا ۵۳۶۹۰۷ کسان کیږي په هېواد کې د ناامنیو له امله بې ځایه شوي دي.
ده وويل چې د يادو کورنيو له ډلې څخه ۱۱۷۳ کورنۍ يې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
هغه وايي چې له هرې بېرته ستنې شوې کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې يې څه باندې ٢٣ میلیونه افغانۍ کیږي.
د اخلاقي په وينا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې څه باندې ۴۴۴ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه ورکړل شوې وه چې ۹۱ سلنه لګول شوې ده.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، دا مهال په ترکیې هېواد کې شاوخوا دوه سوه زره افغانان ژوند کوي چې هره ورځ نږدې دوه سوه تنه په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستنیږي.
د کډوالو چارو وزير وايي چې د پاکستان او ايران په ګډون ٦،٥ ميليونه افغانۍ له هېواده بهر ژوند کوي چې په تېر کال کې ٨٥٠ زره تنه يې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه دا هم وويل چې په هند هېواد کې ۲۱۰۰۰ افغان کډوالو نړیوال سازمان ته وړاندیزونه ورکړي ترڅو نورو هېوادو ته د تګ چانس ورته برابر شي.
د کډوالو چارو وزارت داسې مهال په ټول هېواد کې د څه باندې ٧٦ زرو کورنيو د بې ځايه کېدو خبره کوي چې يواځې له کندهار او هلمند ولايتونو څخه نږدې شل زره کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن