Pajhwok Afghan News

د کابل نن سهار بیا په چاودنو پیل شو

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹): د کابل پولیس وایي چې نن سهار په کابل ښار کې درې چاودنې شوې دي خو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فروس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه نن سهار اته بجې او دوولس دقیقې د پغمان ولسوالۍ اړوند قلعه عبدالعلي سیمه کې پر یوه رینجر موټر شوې ده چې چا ته یې زیان نه دی رسولی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند په کابل ښار کې د دوو نورو چاودنو پخلی هم کوي خو وایي چې نور جزئيات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو عیني شاهدان وایي چې یوه چاودنه د کابل ښار په قوای مرکز سیمه او بله د کارته پروان له څلورلارې سره شوې ده.

تر اوسه په دې پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د یادو چاودنو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

د دې پېښو په اړه وروستي جزئیات په پژواک کې تعقیب کړئ.

Views: 64

Exit mobile version