پل علم (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٩): د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي چې په مرکز پل علم کې ٣٦٠ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه دلوګر امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت خبريالانو ته وويل چې پولیسو د مرکز اړوند په ابچکان سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۶۰ کیلوګرامه خام چرس له یو عراده موټر سره یوځای کشف او ترلاسه کړي دي.
غیرت وویل چې د ترلاسه شوو نشه يي توکو د قاچاق په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو زياتوي چې د نيول کېدو پرمهال يې له قاچاق وړونکو سره وسله واله نښته هم رامنځته شوې او له مرګ ژوبلې پرته قاچاقبران په تېښته بریالي شوي دي.
د لوګر ولایت امنیه قوماندان زیاته کړه چې د قانون پلي کولو ترڅنګ به د مخدره توکو د قاچاق او د ورته مواردو په مخنیوي کې خپله مبارزه جاري ساتي.
هغه وويل: ((د دغه ولايت پوليسو د نورو برخو ترڅنګ د نشه یي توکو د قاچاق او کاروبار په درولو کې ښې لاسته راوړنې لري.))
د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې له ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو څخه نشه يي توکي د دغه ولايت د ازرې ولسوالۍ له لارې راوړل کيږي او بيا نورو ولايتونو ته انتقاليږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP