هرات ښار(پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٩): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن پژواک ته وویل، د یادې اورلګېدنې له سیمې تر اوسه د کهسان ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته ۱۷ ټپیان انتقال شوي دي چې له دې ډلې ۷ يې بېرته رخصت شوي دي.
د هرات والي سید عبدالوحید وویل، نن ماسپښین د هرات اسلام کلا ګمرک کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لارې په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې د مهارولو لپاره له ایرانه د مرستې غوښتنه شوې خو د ایران په مشهد کې د اور د مهارولو امکانات نشته، نو له دې امله اوس د اورلګېدنې د مهارولو لپاره په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو سرتېرو د مرستې غوښتنه شوې ده.
د هرات والي وویل، اوس د اورلګېدنې مهارول په لومړیتوب کې دي او د زیانونو کچه ډېره لوړه ده چې د اور لګېدنې له مهارولو رووسته به یې په اړه معلومات خپاره شي.
د نوموړي په خبره، تر اوسه د یادې اور لګېدنې لامل، د دغې پېښې مرګ ژوبله او زیانونه نه دي معلوم.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د اورلګېدنې په دغې پېښه کې د ټانکر موټرو یو شمېر موټرچلوونکي مړه شوي.
په هغو انځورونو کې چې د پېښې له ځایه رسنیو ته رسېدلې لیدل کېږي چې اورلګېدنه بې ساري ده او ښايي ډېر تلفات ولري.
د هرات والي وویل، د اور د مهارولو لپاره باید هوايي مرسته وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن