کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹) : د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي، خو له مناسب وخت څخه خپل ځواکونه له افغانستان ځخه نه باسي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د سلواغې په ۲۶مه، په بروکسل کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په یوه مجازي خبري غونډه کې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې د ناټو سازمان ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹مه، پیل شي.
سټولټنبرګ وویل چې په دوه ورځنۍ غونډه کې به د دفاع وزیران د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان او عراق کې خپل ماموریتونه هم ارزوي.
هغه زیاته کړه، چې د دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کیږي چې پکې په دغه هیواد کې د خپلو سرتیرو د شتون او ماموریت په اړه پریکړه کیږي.
د ناټو سرمنشي وویل چې دوی د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي او له ترلاسه شوی چانس څخه باید ګټه پورته شي.
نوموړی وایي : ” د دوحي د تړون له مخې موږ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره کمه کړه. ”
خو سټولټنبرګ وویل چې د افغان سولې پروسه په یوه نازک حال کې دی، د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د طالبانو لخوا پر ملکي وګړو بریدونه زیات شوي دي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم او د خبرو اترو میز ته راګرځیدلو سره ددوحې تړون ژمني عملي کړي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړه : ” زموږ موخې ښکاره دي، هغه دا چې افغانستان باید یو ځل بیا دترهګرو پر مرکز بدل نه شي. ”
ده وویل چې په افغانستان کې یې شتون مشروط دی، د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې له اړتیا زیات په افغانستان کې پاتې شي.
خو هغه په ډاګه کړه، چې دوی هیڅکله له یوه مناسب وخت مخکې له افغانستانه نه وځي.
د ناټو سرمنشي وویل چې ددفاع وزیران د افغانستان له نږدې څخه څاري او په اړه یې بیا پریکړه کوي.
Views: 111
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP