ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د نفتي او خوراکي توکو بیو په کنټرول کې د حکومت بې پروايي د اندېښنې وړ ده”

“د نفتي او خوراکي توکو بیو په کنټرول کې د حکومت بې پروايي د اندېښنې وړ ده”

author avatar
16 Feb 2021 - 18:19
“د نفتي او خوراکي توکو بیو په کنټرول کې د حکومت بې پروايي د اندېښنې وړ ده”
author avatar
16 Feb 2021 - 18:19

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د پژواک موندنې ښیي چې د هرات په اسلام کلا کې د اورلګېدنې او ترانسپورټي اتحادیو له کاري اعتصاب وروسته په کابل ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د تېرو لسو ورځو په پرتله تر درې سلنه ډېرې او د نفتي توکو بیې لس سلنه لوړې شوې دي.

د توکو بیو لوړېدو د کابل ښاریانو شکایتونه راپارولي؛ دوی له حکومته غواړي څو د بیو لوړېدو مخه ونیسي، خو حکومتي مسوولینو د بیو لوړېدل د سوداګرو او دوکاندارانو له خوا خپلسری اقدام بولي او وایي چې د مخنیوي لپاره به یې لاس په کار شي.

د نفتي توکو بيې لس سلنه لوړې شوې دي؛

د کابل ښار د تایمني څلورلارې هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرو لسو ورځو (د سلواغې ١٨مې) په نسبت د یوه لېتر ډېزلو بیه له ٤٥ څخه ٤٦ افغانيو او د یو لېتر پټرولو بیه له ٤٠ څخه ٤٣ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په ورته مهال د کابل ښار کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۵۵ څخه ٦٥ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دواړه سرچینې وایي چې د اسلام کلا په ګمرک کې د نفتي توکو سوځېدل او د دغو توکو وارداتو کمښت، د کابل په ګډون د هېواد په نورو بازارونو کې د توکو بیو لوړېدو لامل دي.

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې چې دوه ورځې وړاندې رامنځته شوه، د سوداګرو د خوراکي، نفتي او نورو توکو شاوخوا ۴۰۰ وسوځېدل چې په پایله کې یې سوداګرو ته تر سل میلیونه امریکایي ډالرو ډېر زیان واوښت.

ویل کېږي چې ۶۰ سلنه سوځېدلي موټر د نفتي توکو وو.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې ۳،۵ سلنه لوړې شوې دي؛

د کابل ښار په منډوي بازار کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي محمد امېد حسین وویل چې د سلواغې د ۱۸مې په نسبت نن د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړو پلور بیه له ۱۶۵۰ څخه ١٧٦٠ افغانیو، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي له ۱۵۰۰ نه ۱۵۶۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۲۵۰ څخه ۲۲۷۰ افغانیو ته لوړه شوې دي.

حسین زیاته کړه چې د مواصلاتي لارو تړل کېدل، په اسلام کلا ګمرک کې د خوراکي توکو سوځېدل او د تراسپورټي سکټور کاري اعتصاب، د یادو توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د بار وړونکو موټرو چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو پر عمومي لارو د غیر قانوني پیسو اخیستلو په غبرګون کې له شل ورځو راهیسې په ټول هېواد کې کاري اعتصاب پیل کړی او له حکومته غواړي څو غوښتنو ته یې رسېدنه وکړي.

په ورته مهال د انسجام شورا، تراسپورټي اتحادیو او بارچالانۍ رییس طلا محمد اتمانزي پژواک ته وویل، دوی تر هغه خپل اعتصاب ته دوام ورکوي څو پر لویو لارو له بار وړونکو موټرو د غیر قانوني پیسو اخیستو مخه نه وي نیول شوې.

د بیو لوړېدو د کابل ښاریانو شکایتونه راپارولي دي؛

یو شمېر کابل ښاریان د یادو توکو بیو لوړېدو له امله اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د لومړنیو خوراکي او نفتي توکو بیې کنټرول کړي.

د کابل ښار د خیرخانې مېنې لومړۍ حصې اوسېدونکې صالحې وویل: «دوه اوونۍ وشوې چې د خوراکي او نفتي توکو بیې لوړېږي، څوک نشته چې کنټرول یې کړي، د ډېرو خلکو اقتصاد خراب دی او د نرخونو لوړېدل یې پر ژوند ناوړه اغېز کوي.»

دغه راز د کابل ښار کلوله پشتې ساحې یوه اوسېدونکي جاوېد احمدي په دې اړه وویل: «څنګه چې په اسلام کلا کې د تجارتي توکو بار موټر وسوځېدل، پر سهار یې بیې لوړې شوې، ظلم دی چې پر خلکو روان دی، بیې باید دومره لوړې نه شي.»

دواړو سرچینو له حکومته وغوښتل چې د بیو لوړېدو، په ځانګړې توګه خوراکي توکو بیو لوړېدو مخه ونیسي.

مسوولین: د خلکو شکایتونو د ثبت په صورت کې رسېدنه کوو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.