ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې په دوو هدفي بريدونو کې څلور کسان وژل شوي

جلال اباد کې په دوو هدفي بريدونو کې څلور کسان وژل شوي

author avatar
16 Feb 2021 - 10:20
جلال اباد کې په دوو هدفي بريدونو کې څلور کسان وژل شوي
author avatar
16 Feb 2021 - 10:20

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دوو هدفي بريدونو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ناپېژاندو وسله والو دغه بريدونه پر پوليسو او عامو خلکو کړي دي.

د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل، نن سهار ۷ بجې او ۴۰ دقيقې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند ارزاقو کوڅه کې د پوليسو پر رېنجر باندې وسله والو کسانو ډزې کړي، يو پوليس وژل شوى او دوه تنه ټپيان دي.

سرچېنې زياته کړه، تر دغې پېښې وروسته د ۸ بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند نصرت لېسې ته نږدې ناپېژاندو وسله والو چې ريکشا کې ناست وو، پر ټوډي موټر باندې ډزې کړي، چې درې کسان په کې وژل شوي دي.

سرچينې د دغو کسانو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي، خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې موټر د کرنې او مالدارۍ خونې د مشر انجنير قاسم يوسفي دی چې خپله موټر کې نه و او زوی يې له دوو نورو کسانو سره په موټر کې موجود و.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان يادې پېښې تاييد کړې، خو په دې تړاو يې ډېر معلومات ورنه کړل.

د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر وايي، د جلال اباد له دوو پېښو څخه څلور جسدونه او دوه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

د پېښو مسوليت چا نه دی منلی.

Views: 412

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.