Language

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١١٠ ميليونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١١٠ ميليونه کسانو ته رسېدلى چې يواځې ٢٥ سلنه يې د امريکا په متحدو ايالتونو کې دي.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ١١٠ ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٨٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، دوه ميليونه او ٤٣٠ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٨ ميليونه کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٩٣٠ زره  او په برازيل کې نهه ميليونه  او ٩٩١ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٤٩٩ زره، په هندوستان کې ١٥٥ زره او په برازيل کې ٢٤٠  زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پېرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ٥٥٥٥٧  زره کسان پر کرونا اخته، ٢٤٣٠ کسان مړه او څه باندې  ٤٨ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Related Topics