کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د کابل بګرامۍ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو برید کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
د کابل امنیې قواماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن سهار اووه بجې او ۱۵ دقیقې د بګرامي ولسوالۍ په حسین خېلو سیمه کې شوی دی.
هغه وویل چې په برید کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو ګډ امنیتي ټېم یې پلټنه کوي.
خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې په دې پېښه کې د دفاع وزارت یو افسر او د ملي امنیت یو کارکوونکۍ وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې او قتلونه ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP