کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹) : د ناټو سرمنشي وایي چې ددفاع وزیرانو د افغانستان د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه ونه کړه او له هاغه ځآیه د ټولو سرتیرو د ویستلو په اړه به نورې سلا مشورې کوي.
کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹) : د ناټو سرمنشي وایي چې د دفاع وزیرانو د افغانستان د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه ونه کړه او د ټولو سرتیرو د ویستلو په اړه به نورې سلا مشورې کوي.
د ناټو سازمان او د متحدینو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ مجازي غونډه چې پرون پیل شوې وه، نن د سلواغې په ۳۰مه، د افغانستان په وخت د شپې په اته بجو پای ته ورسیده.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ د غونډې په پای کې په یوه مجازي خبری غونډه کې وویل چې نن په دویمه ورځ دوی په افغانستان او عراق کې خپل ماموریتونه وارزول.
هغه زیاته کړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دغه دوه ماموریتونه مهم رول لوبوي.
سرمنشي وویل چې د دفاع وزیرانو دافغانستان په اړه د بحث پر مهال له یو ډول معما سره مخ وو او اسانه انتخابونه یې نه درلودل.
سټولټنبرګ وویل : (( اوس مهال د افغانستان په اړه وروستۍ پریکړه ونه شوه. خو دا چې د می لومړۍ نیټه چې د دوحې تړون له مخې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د ویستلو وروستۍ نیټه ده، د ناټو غړي هیوادونه به په دې اړه نورې سلا مشورې هم هم کوي.))
خو د ناټو سرمنشي وویل چې دوی په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي.
د هغه په وینا، ناټو د افغانستان دسولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د خپلو سرتیرو شمیره هم کمه کړه.
نوموړي زیاته کړه ، دافغان شخړې د هواري لپاره مذااکراتو تر ټولو غوره لاره ده.
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم او د دوحې تړون له مخې خپلې ژمنې عملي او له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.
سټولټنبرګ وویل ، د ناټو هدف دادی چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
د هغه په وینا، غړي هیوادونه به په ګډه د افغانستان حالات له نږدې څاري او د خپلو سرتیرو د خوندي توب لپاره به لازم اقدامات کوي.
سرمنشي وویل چې ددفاع وزیرانو په عراق کې د خپل ماموریت د تمدید پریکړه وکړه.
Views: 424
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن