منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۲ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ناټو د افغانستان په اړه وروستۍ پریکړه ونه کړه، خو د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې · تازه شوی
Press conference by NATO Secretary General Jens Stoltenberg after the second day of the Defence Ministers meetings
Press conference by NATO Secretary General Jens Stoltenberg after the second day of the Defence Ministers meetings

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹) : د ناټو سرمنشي وایي چې ددفاع وزیرانو د افغانستان د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه ونه کړه او له هاغه ځآیه د  ټولو سرتیرو د ویستلو په اړه به نورې سلا مشورې کوي.

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹) : د ناټو سرمنشي وایي چې د دفاع وزیرانو د افغانستان د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه ونه کړه او  د  ټولو سرتیرو د ویستلو په اړه به نورې سلا مشورې کوي.

د ناټو سازمان او د متحدینو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ مجازي غونډه چې پرون پیل شوې وه، نن د سلواغې په ۳۰مه، د افغانستان په وخت د شپې په  اته بجو پای ته ورسیده.

د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ د غونډې په پای کې په یوه مجازي خبری غونډه کې وویل  چې نن په دویمه ورځ دوی په افغانستان او عراق کې خپل ماموریتونه وارزول.

هغه زیاته کړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دغه دوه ماموریتونه مهم رول لوبوي.

سرمنشي وویل چې د دفاع  وزیرانو دافغانستان په اړه د بحث پر مهال له یو ډول معما سره مخ وو او اسانه انتخابونه یې نه درلودل.

سټولټنبرګ وویل : (( اوس مهال د افغانستان په اړه وروستۍ پریکړه ونه شوه. خو دا چې د می لومړۍ نیټه چې د دوحې تړون له مخې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د ویستلو وروستۍ نیټه ده، د ناټو غړي هیوادونه به په دې اړه نورې سلا مشورې هم هم کوي.))

خو د ناټو سرمنشي وویل چې دوی په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي.

د هغه په وینا، ناټو د افغانستان دسولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د خپلو سرتیرو شمیره هم کمه کړه.

نوموړي زیاته کړه ، دافغان شخړې د هواري لپاره مذااکراتو تر ټولو غوره لاره  ده.

د ناټو سرمنشي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم او د دوحې تړون له  مخې خپلې ژمنې عملي او له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

سټولټنبرګ وویل ، د ناټو هدف دادی چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د هغه په وینا، غړي هیوادونه به په ګډه  د افغانستان حالات له نږدې څاري او د خپلو سرتیرو د خوندي توب لپاره به لازم اقدامات کوي.

سرمنشي وویل چې ددفاع وزیرانو په عراق کې د خپل ماموریت د تمدید پریکړه وکړه.