کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٩): د امریکا دفاع وزارت وايي، طالبانو د دې لپاره چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ځان د افغانستان دولت له مرکچي پلاوي سره په خبرو بوخت کړی او په دې خبرو کې د خپل نفوذ ډېرولو لپاره یې تاوترخوالي ته مخه کړې ده.
د امریکا غږ راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت د څار ادارې سرپرست شان اودونل د دغه هېواد د دفاعي استخباراتو ادارې د راپور موندنو پر اساس راپور ورکړی: «طالبان له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او د القاعده غړي د طالبانو لیکو مدغم شوي دي.»
د یادونې ده، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کول، د تاوتریخوالي کمول او د سولې خبرو کې ګډون له متحده ایالتونو سره د دې ډلې په هوکړه لیک کې د طالبانو کلیدي ژمنې دي چې یو کال مخکې په قطر کې لاسلیک شوی و، خو د امریکا او ناټو چارواکو په وار وار ویلي چې د طالبانو اړیکې له القاعده سره لا هم پرې شوې نه دي.
د امریکا د دفاع وزارت د څار ادارې راپور کې راغلي: “القاعده د افغانستان د سولې له خبرو د خپلو لنډمهاله موخو، لکه په افغانستان اکې د متحده ایالتونو او ایتلاف نظامي حضور کمېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه هرکلی کوي، څو د ترهګرۍ ضد عملیاتو (بهرني ځواکونه) له فشاره ځان وباسي.”
د امریکا ـ طالبانو د دوحې تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه ووځې خو د امریکا حکومت وایي چې دغه تړون ارزوي څو ولیدل شي چې طالبانو خپلې ژمنې عملي کړې او کنه.
اودونل په دغه ربعوار راپور کې، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر له لومړۍ د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې د امریکا کانګرس ته لیکلي چې القاعده د طالبانو هر ډول لارښود اطاعت ته مایله ده، څو خپلو اوږدمهاله موخو ته چې په افغانستان کې د خوندي پټنځایونو او عملیاتي مرکزونو جوړول دي، ورسېږي.
تاوتریخوالي او هدفي وژنو ته په اشاره په یاد راپور کې راغلي چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو کې د نفوذ ډېرولو لپاره یوه ستراتیژیکه هڅه کې د دغه هېواد په ټولو برخو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
دا راپور په داسې وخت کې خپرېږې چې د ناټو د دفاع وزیران په افغانستان کې د یاد سازمان د نظامي ماموریت په اړه یوه مجازي غونډه کې پرېکړه کوي چې د ناټو سرمنشي په خبره چې ایا له افغانستانه وځي او یا بېرته په افغانستان کې د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو او ترهګرو پټنځایونو له خطر سره کېږي او یا هم له دغه خطر سره د مقابلې لپاره خپل نظامي حضور غځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP