ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان یوې محکمې د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو امر کړی دی

د پاکستان یوې محکمې د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو امر کړی دی

author avatar
19 Feb 2021 - 21:06
د پاکستان یوې محکمې د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو امر کړی دی
author avatar
19 Feb 2021 - 21:06

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د پاکستان د کراچۍ ښار یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او بل غړي محسن داوړ د نیولو امر کړی دی.

پاکستانیو رسنیو د کب په لومړۍ نیټه خبر ورکړی چې د کراچۍ د ترهګرۍ پر وړاندې دقضیو داوریدو ځانګړې محکمې نن دغه امر کړی دی.

د غورځنګ مدافع وکیل قادر خان رسنیو ته ویلي چې محکمې ددغو دواړو مشرانو ترڅنګ د غورځنګ د پنځو نورو مشرانو د نیولو امر هم کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې نن د غورځنګ د بل غړي  علي وزیر چې لا پخوا پولیسو نیولی، محکمه کوه، خو اړونده محکمې د پولیسو په غوښتنې د محسن داوړ او منظور پښتین د نیولو هم امر وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې مخکې په کراچۍ ښار کې د غورځنګ تر غونډې وروسته پولیسو محکمې د غورځنګ د مشرانو پر ضد عریضې کړې وې چې ګوندې دوی د نظام ضد خبرې کړې دي.

 

Visits: 234

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.