کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د ناټو سرمنشي ولسمشر اشرف غني ته د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه ډاډ نن د کب په لومړۍ نیټه، ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی، ځکه چې دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.
نوموړي د افغان شخړې له اړوندو خواوو غوښتي دي چې د سولې دریدلې خبرې یو ځل بیا پیل کړي، ځکه چې مذاکرات د سیاسي هواري یواځینۍ لاره ده.
د ناټو سرمشني په داسې حال کې ولسمشر اشرف غني سره ټیلیفوني کړې چې پرون ددغه سازمان ددفاع وزیران د افغانستان په اړه خپله وروستۍ پریکړه وځنډوله.
خو ددفاع وزیرانو په دې غونډه کې دافغانستان له امنیتي ځواکونو څخه خپل دوام داره ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان حکومت د ناټو ددې پریکړې هرکلی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP